1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اسامه په اړه کتاب دولتي رازونه افشا کوي»

۱۳۹۱ شهریور ۱۵, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ وویل، چي د دغه هيواد د پوځ د یوه پخواني غړي له خوا په لیکل شوي کتاب No Easy Day کي «حساس او پټ رازونه» افشا شوي دي.

https://p.dw.com/p/163jO
انځور: AP

کتاب د اسامه بن لادن د وژني د عملياتو په اړه ليکل شوی دئ.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وختي لا گواښ کړی دئ، چې د دې کتاب پر وړاندي به حقوقي اقدامات وکړي. دغه کتاب د سه شنبې په ورځ بازار ته وړاندي شو. دا په داسي حال کې ده چې تر دې دمخه دولتي چارواکي نه وو توانیدلي چې ووایي، ایا په دې کتاب کي دولتي اسرار افشا شوي دي او که نه؟

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جورج لیتل ویلي دي: «موږ په دې باور یو چي په دې کتاب کې حساس رازونه راغلي دي.» کله چي له لیتل څخه وپوښتل شول چې د امریکا دولت به د دې کتاب د لیکوال پر وړاندي حقوقي اقدام وکړي او که نه، هغه وویل چي اوس چارواکي ټولي لاري چاري څېړي: «قانوني لاري زموږ پر مخ خلاصي دي خو زه اوس نه غواړم ووایم چي څه به وکړو او څه به و نه کړو.»

لیتل وویل، چي د کتاب لیکوال هغه تړونونه تر پښو لاندي کړي دي، چې تر تقاعد مخکي ئې لاسلیک کړي دي. د لیتل په خبره د کتاب لیکوال د پوځي رازونو د نه افشا کولو تړونونه په پام کي نه دي نیولي. لیتل زیاته کړې ده چي لیکوال باید خپل شخصي یاداښتونه تر چاپیدو مخکي د امریکا پوځ ته تر نظر تیرولو له پاره ښوولي وای.

لیتل زیاته کړې ده: «دا بې مسئولیتي ښيي چې دغه شان مواد د پوځي رازونو د نه افشا کولو په موخه پوځ ته تر نظر تیرولو له پاره وا نه ستول شي.»

د امریکا د دفاع وزارت ویاند ويلي دي، له هغه وروسته چي کتاب ولیکل شو د امریکا پوځي چارواکي د دې کتاب د محتویاتو په اړه اندیښمن شول.

په No Easy Day کتاب کي د امریکا د ځانگړو ځواکونو یوه پخواني غړي د ۲۰۱۱ کال د می میاشتي پر دریمه نېټه په پاکستان کي د اسامه بن لادن د وژلو او دغه راز په افغانستان او عراق کي د خپلو عملیاتو کیسې کړي دي.

که دا خبره ثابته شي چي د کتاب لیکوال دولتي رازونه افشا کړي دي، نو کیدای شي چي هغه زندان ته واستول شي. خو که محکمه حکم وکړي، چي لیکوال کوم دولتي راز نه دئ افشا کړي، نو هغه به د کتاب د لیکولو له پاره خپل امتیاز تر لاسه کړي.

اوس ډیر خلک غواړي چي د No Easy Day کتاب را نيسي او ځان په هغو اسرارو خبر کړي چي تر اوسه پوري په رسنیو کي نه دي ویل شوي. دغه کتاب اوس د ډیرو غوښتونکو کتابونو په لیست کي شامل شوی دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل