1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسامه پخوانی ساتونکی په المان کې ژوند کوي

۱۳۹۱ مرداد ۱۸, چهارشنبه

الماني چارواکي وایي چې د القاعدي د شبکې د مشر اسامه بن لادن، پخوانی ساتونکی په المان کې ژوند کوي او له اتو کلونو راهیسې د دې هیواد د استخباراتي ادارو تر څارنې لاندې دئ.

https://p.dw.com/p/15lYH
انځور: AP

د دغه سړي اصلي نوم رسنیو ته نه دئ افشا شوی او له هغه څخه یوازې د سمیع اې، په نوم یادونه شوې ده. الماني چارواکو ویلي دي چې سمیع، اوس د المان په بوخوم ښار کې ژوند کوي.

د دغو چارواکو په خبره سمیع، د خلکو په منځ کې افراطي عقاید خپاره کړي او ځوان مسلمانان ئې افراطیت ته هڅولي دي. هغوی ویلي دي چې دغه سړی خطرناکه دئ او د المان ملي امنیت ته یو خطر بلل کیږي.

ویل کیږي چې سمیع، په ۲۰۰۱ کال کې پر امریکا باندې تر ترهگرو بریدونو پخوا په افغانستان او پاکستان کې پاتې شوی دئ. د دې سړي دوه پلویان په المان کې د ترهگرۍ په تور اوس په زندان کې دي.

له المان څخه د ایستلو هڅې

ویل کیږي چې سمیع یو سلفي مسلمان دئ. په المان کې ټول ټال څلور میلیونه مسلمانان ژوند کوي چې په ډله کې ئې ۴۰۰۰ سلفیان هم شامل دي. په وروستیو وختونو کې الماني پولیسو پر سلفي ډلې باندې خپل څار ډیر کړی دئ. د دغې ډلې یو شمیر غړي څو میاشتې پخوا د المان له پولیسو سره په نښتو کې ښکیل شوي ول.

د المان د څار اداره شک لري چې یو شمیر سلفیان د ځوانانو په منځ کې د افراطیت تبلیغ کوي او هغوی تاوتریخوالي ته هڅوي. یو شمیر سلفیان په اروپا کې د شرعي نظام حاکمیدل غواړي.

المان په تیرو شپږو کلونو کې هڅه کړې ده چې سمیع خپل اصلي هیواد تونس ته واستوي، خو د دغه هیواد چارواکي لا تر اوسه پورې په دې کار نه دي توانیدلي. الماني چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې سمیع له یوې المانۍ ښځې سره واده کړی دئ او درې ماشومان لري. د هغوی په خبره له المان څخه د سمیع د ایستلو له پاره کوم قوي قانوني دلیل په لاس کې نه لري.

په همدې حال کې دې خبر الماني سیاستوال به غوسه کړي دي. هغوی ویلي دي چې ولې د المان د څار ادارې تر اتو کلونو وروسته د دې سړي په هکله المانیانو ته معلومات ورکړل.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم