1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسامه بن لادن د وژلو د څرنګوالی په وړاندی عامه غبرګون

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۵, پنجشنبه

ځینی عربانو د امریکایی ځواکونو لخوا د بن لادن وژل او په اوبو کی د ده د جسد ډوبول ترپوښتنی لاندی نيولی دی او وايی هغه باید ژوندی نیول شوی او بیا محاکمه شوی وای. د بشری حقونو سازمانونه هم د پيښی د جزییاتوغوښتونکی دی

https://p.dw.com/p/119hc
د اسامه بن لادن د وژلو په وړاندی نړیوال غبرګون
د اسامه بن لادن د وژلو په وړاندی نړیوال غبرګونانځور: AP

امریکایی چارواکو ویلی چی د اسامه پر کور د پوځی عملیات په وخت کی دی بیوسلی ؤ. د دغی خبری د بربنډیدو وروسته د ډیر شمیر کسانو سره د امریکایی ځواکونو د عملیاتو په اړه سوالونه پیدا شوی. په عربی ټولنی کی ډیر شمیر کسان وایی چی امریکایی سرتیرو باید بر بی وسلی اسامه ډزی نه وای کړی.

په اوبو کی د اسامه د جسد ډوبولو هم ډیر شمیر مسلمان په غوسه کړی ځکه چی د دوی په اند دغه کار د اسلامی اصولو تر پښو لاندی کول دی.

سعودی ژورنالست، عاصم الغمدی، وایی چی په اسلام کی داسی کوم دود نشته چی په ترڅ کی یی د مسلمانانو جسدونه اوبو کی واچول شی. دی زیاتوی: « اوس اصلی پوښتنه دا ده چی ایا امریکایانو دا حق درلوده چی اسامه بن لادن د محکمی د پریکړی پرته ووژنی او که نه.»

د دی په هکله چی اسامه بن لادن د وژل کیدو په مهال د امریکایی ځواکونو په مقابل کی د ځان څخه مقاومت ښودلی او که نه، هم د سپينی ماڼی چارواکو رسنيو ته مختلف معلومات ورکړی.

یو پخوانی یاغی، ابوالعبد، چی 45 کال عمر لری او تر دی مخکی یی په عراق کی د امریکایی ځواکونو په وړانده جگړه هم کړی د رویترز خبری آژانس ته وویل چی اسامه بن لادن په غیرقانونی توگه ووژل شو. دی زیاتوی: « امریکایی سرتیرو څنگه داسی یو کس وواژه چی د ځان څخه د دفاع کولو په موخه یی وسله په لاس کی نه درلوده. دا د قتل یوه پیښه ده او دغه د اسامه په وړانده د خلکو د خواحوږی د زیاتیدولامل ګرځي.»

د بشری حقونو سازمانونه هم اوس د امریکا او پاکستان څخه غواړی چی دوی ته د هغو عملیاتو جزییات ورکړی چی په ترڅ کی یی د القاعد مشر، اسامه بن لادن، ووژل شو.

د Human Rights Watch یا د بشری جقونو د څارنی د سازمان یو څيړونکی سید دیان حسن چی نوموړی سازمان ته په پاکستان کی کار کوی وویل: « د دغو حقایقو د نشتوالی په صورت کی مونږ نه شو کولای چی یو معقول قضاوت وکړو چی آیا دغه عملیات قانونی ؤ او که نه ؤ»

د اسامه د وژلو د خبر د اعلانولو په مهال بارک اوباما وویل چی «عدالت پلی شو» خو حسن بیا وایی چی د امریکا دولت باید د دغه عملیاتو ویدیو او نور معلومات د بشری حقونو د سازمانونو په اختیار کی کیږدی.

د عربی هیوادونو ډیر شمیر اوسیدونکی وایی چی د امریکا متحده ایالاتو باید اسامه بن لادن د ژوندی نیولو څخه وروسته محکمه کړی وای ترڅو خلکو ته د ده جرمونه اثبات شوی وای.

دغه موضوع کولای شی چی د امریکا پرهغو هڅو منفی تاثیر پریږدی چی غواړی د مسلمانو هیوادونو سره خپلی اړیکی ښی کړی. کله چی بارک اوباما په 2009 کال کی د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په توگه وټاکل شو، د ده یو له مهمو هدفونه څخه دا وه چی له مسلمانو هیوادونو سره د امریکا متحده ایالاتو اړیکی ښی کړی خو د امریکا او اسلامی نړی اړیکی بیا هغه مهال څه نا څه خړی شوی چی دغه هیواد د اسراییلو په وړاندی چی په فلسطین کی یی د کورونو جوړولو ته دوام ورکاوه، کوم عکس العمل ونه ښود.

اژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی/ عبدالباری حکیم