1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ازبکستان لومړی وزیر، سرپرست ولسمشر شو

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ شهریور ۱۸, پنجشنبه

د ازبکستان لومړي وزیر شوکت میرزایوف، د اسلام کریموف تر مړینې وروسته د پنجشنبې په ورځ د سرپرست ولسمشر په توګه دنده پیل کړه. اسلام کریموف تر دې مخکې د مغزي سکتې له کبله مړ شوی وو.

https://p.dw.com/p/1JyNs
Schawkat Mirsijojew Premierminister Usbekistan
انځور: picture-alliance/dpa/Sputnik/A. Druzhinin

د انترفکس خبري آژانس خبر ورکړی چې دغه پریکړه د دې هیواد د پارلمان د دواړو شوراګانو په وړاندیز شوې ده. کریموف چې د پخواني شوروي اتحاد پر دغه هیواد یې د ۲۵ کلونو له پاره حکومت وکړ، د جمعې په ورځ د مغزي سکتې له امله په روغتون کښې مړ شو.

د مرکزي اسیا دغه هیواد او مشرتابه ته د درناوي څرګندولو په موخه، په دې ورستیو کې د روسیي ولسمشر ولادمیر پوتین، د کریموف پر قبر د ګلانو ګیډۍ کیښوده او د ازبکستان له لومړي وزیر میرزایوف سره چې د کریموف ممکنه ځای ناستي وو، یې ولیدل.

ازبکستان د شوروي اتحاد له دورې راهیسې تر ډیره د روسیې تر اغیز لاندې دی. خو په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د جګړې له پاره دې هیواد واشنګټن ته د یوې سترې نظامي اډې د استفادې اجازه ورکړه. امریکايي ځواکونو له دې پوځي اډې څخه په ګاونډې هیواد افغانستان کې د وسلوالو مخالفینو پر وړاندې د ځپلو له پاره کار واخیست.

اسلام کریموف د خپل حکومت په موده کې د سخت دریځي اسلام او د حکومت د مخالفینو په ځانګړې توګه د ازبکستان د اسلامي خوځښت پر وړاندې جدي اقدامات کړي وو. د کریموف تر مړینې وروسته ، کرملین ویلي وو چې دوی تمه لري د ازبکستان حکومت خپل ثبات وساتي.

د کريموف ځای ناستی به څوک وي؟