1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا پولیسو د ځان پلورنې په لسهاو قربانیان ژغورلي

۱۳۹۶ مرداد ۳, سه‌شنبه

د یورو پول یا د اروپا د پولیسو په یوه پراخ او همغږو عملیاتو کې د ممکنه ځان پلورنې ۹۱۰ قاچاق شوي قرابانیان ژغورل شوي. د تیرې اوونۍ په ترڅ کې د اروپا په کچه شاوخوا ۱۲۵ زره کسان پلټل شوي.

https://p.dw.com/p/2h6Re
Deutschland Razzia im Sex-Milieu in Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

یورو پول یا د اروپا پولیسو د دوشنبې په ورځ وویل چې د اروپا په کچه د قانون پلي کوونکو آژانسونو د یو شمیر هغو تنظیم شویو مجرمینو پر ضد عملیات کړي دي چې د انسانانو په قاچاق او له دوی څخه د جبري جنسي اړیکو له پاره په استفادې کې ښکیل ول.

د اتریش په مشرۍ د دغه همغږو عملیاتو په ترڅ کې چې د جون میاشتې له ۲۶ نیټې نه د جولای میاشتې تر دویمې نیټې یې دوام وکړ، شاوخوا ۹۱۰ داسې کسان ژغورل شوي چې د انساني قاچاق ممکنه قرباني دي.

په دې عملیاتو کې چې د ټولې اروپا په سطحه په لاره اچول شوي وو، د اروپايي ټولنې ۲۲ غړو هیوادونو برخه اخیستي وه. یادې ادارې ویلي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۱۲۵ زره کسان، ۶۰۰۰ موټر او ۴۰۰۰ زره ځایونه پلټل شوي دي. په دې ځایونو کې د مساج «چاپي» مرکزونه او د جنسي اړیکو د خدمتونو وړاندې کوونکې مرکزونه پلټل شوي دي.

یوروپول یا د اروپا پولیسو په یوه خپره شوې اعلامیه کې په دې هکله ویلي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې «انلاین [یا انترنتي] چاپیریال ته ډیره پاملرنه شوې چې ورڅخه د جنسي اړیکو د خرڅلاو او اعلاناتو له پاره کار اخیستل کیده».

یورو پول همدا راز ویلي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې چې یوه اونۍ یې دوام وکړ د انساني قاچاق ځینې داسې شبکې یې کشف کړي چې ریښې یې په نایجیریا، جنوبي امریکا او شرقي اروپا کې نغښتي دي.