1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا د هوايي قلمرو څني برخي د الوتنکو پر مخ پرانستل سوې

۱۳۸۹ فروردین ۳۱, سه‌شنبه

د اروپايي ټولني دغړيوهيوادونو هواي قلمرو سر د نن ورځي، د منځني اروپاپه وخت د سهار د اتو بجو څخه د الوتکو دتګ او راتګ پر مخ پرانستل سوی...

https://p.dw.com/p/N0oS
تر ډيره ځای د والکان خطر د اروپا په شمالي برخه کي ليدل کیږي
تر ډيره ځای د والکان خطر د اروپا په شمالي برخه کي ليدل کیږيانځور: AP

دغي موافقي ته داروپايي ټولني د 27 غړيو هیوادونو د ترانسپورټي چارو وزيران د يوه ويډیويي کنفرانس په ترڅ کي رسيدلي دي.

ددغي موافقې له مخه اروپايي هوايي قلمرو پر درو برخو ويشل کیږي. دغه ويش په فضا کي د ولکان د ايرو د تمرکز، او له هغه څخه د احتمالي خطر د اندازې له مخه سوی.

لومړی هواي قلمرو هغه بلل کيږي، چي هلته د ولکان د ايرو تمرکز زيات دی او په دغه هواي قلمرو کي به الوتني خطرناکه وي نو په دغه قلمرو کي به لکه دپخوا په شان د الوتکو الوتني او تګ راتګ منع وي.

په دوهم هوايي قلمرو کي، چي الوتکو ته اجازه ورکول کيږي او که نه پخپله د هر هیواد هوايي ترانسپورټي چارو په مسولينو پوري اړه لري. خو بياهم بايد دا کار د نورو اروپايي هيوادونو د ترانسپورټي چارو د مسولینو په سلا مشوري سره وسي.

په دې هکله دهسپانيې د ترانسپورټي چارو وزير خوزي بلانکو لوپڅ وايي:

او تون 1

دا چي د اروپا د هوايي قلمرو په دغه برخه کي الوتني وسي او که نه په دې اړه پريکړه به د اروپايي ټولني د هوايي چارو د انتظامي ادارې په سلا مشورې سره وي.

د دريم هوايي قلمرو په برخه کي الوتکي کولای سي د هر ډول محدودیت څخه پرته الوتني وکړي. دا چي ددغه دروسرو هوايي قلمرو حدو څنګه ټاکل کيږي، دا به آيرو کنټرول او د اروپا د هواي قلمرو د څارونکي ادارې له خوا ټاکل کیږي.

د يوې اونۍ راپدې خوا د اروپا تقريباً په ټولو لويو هوايي ډګرونو کي مسافر بند پاته دي
د يوې اونۍ راپدې خوا د اروپا تقريباً په ټولو لويو هوايي ډګرونو کي مسافر بند پاته ديانځور: picture-alliance/ dpa

دغه څارونکې اداره به په لندن کي د هغه مر کز سره پرله پسې په تماس کي وي، چي په فضا کي د ولکان د ايرو اندازه ارزيابي کوي.

د اروپا د هوايي قلمرو په هغه برخه کي، چي الوتني به لکه د پخوا په ډول منع وي، د هغه اروپايي قلمرو دريمه برخه جوړوي، چي همدا اوس لوتني پکښي منع دي.

دغه خطر د اروپا په زياتره شمالي برخو کي ډير دی، په داسي حال کي چي د اروپا په ختيځ او جنوبي خواو کي کيدای سي د الوتکو تګ راتګ ته اجازه ورکړه سي.

د والکان خطر تر ډيره ځايه د لويي برتانيې دبين لوکس او د آلمان په لويديځ هوايي قلمروکي لیدل کیږي، خو په نورو برخو کي حالات وخت په وخت بدلون مومي او په دې پوري اړه لري، چي شمال له کومي خوا څخه راځي.

تمه کیږي، چي ښايي نن په اروپا کي په سلو کي د 40 څخه تر 45 پوري هوايي ترانسپورتي چاري سرته ورسیږي.

Bohne, Martin/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل