1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا د بهرنیو چارو مسئوله مصر ته سفر کوي

مسعود جهش (AFP, Reuters)۱۳۹۲ مرداد ۷, دوشنبه

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو ادارې مشره کترین اشتون، به له مصري چارواکو سره خبرې اترې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې په تیرو څو ورځو کې په مصر کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.

https://p.dw.com/p/19GaA
A man holds a portrait of ousted president Mohamed Morsi as thousands of his supporters demonstrate for his reinstatement close to the Egyptian cabinet headquarters on July 17, 2013 in Cairo. The demonstration came as EU Foreign Policy Chief Catherine Ashton began a series of meetings in Cairo with Egypt's new leaders, including interim President Adly Mansour and vice president Mohamed ElBaradei. AFP PHOTO/GIANLUIGI GUERCIA (Photo credit should read GIANLUIGI GUERCIA/AFP/Getty Images)
Proteste in Ägyptenانځور: Getty ImagesAFP/Gianluigi Guercia

د مصر موقت حکومت اعلان کړی دی چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو ادارې مشره کاترین اشتون، به د دغه هیواد له موقت لومړي جمهور رئیس عدلي منصور، او د بهرنیو چارو مسوول محمد البرادي، سره وویني. د مصر دولتي تلویزیون همداراز خبر ورکړی دی چې اشتون به د اخوان المسلمین او «تمرد» ډلو له مشرانو سره وویني. «تمرد» په مصر کې د دغه هیواد د پخواني ولسمشر محمد مرسي پر ضد مظاهرې پیل کړې وې.

اشتون مصر ته تر خپل سفر مخکې په یوې بیانیه کې ویلي دي: «زه په مصر کې د وگړو وژل کیدل په کلکه غندم.» هغې زیاته کړې ده چې مصر ته په خپل سفر کې به له ټولو ښکیلو اړخونو څخه وغواړي چې دیموکراسي ته ژمن پاتې شي. هغه همداراز روښانه کړې ده چې په خپل سفر کې به د اخوان المسلمین ډلې له غړو سره هم وویني.

د شنبې په ورځ په قاهره کې د اخوان المسلمین ۷۲ پلویان د مظاهرو په پایله کې ووژل شول. په همدې حال کې د اسکندریه په ښار کې هم د تاوتریخوالي له کبله نهه نور کسان وژل شوي دي.

«امنیت او ثبات»

د شبنې په ماښام البرادي د مظاهره کوونکو پر ضد «زور زیاتي» باندې نیوکې وکړې. د شنبې د ورځې په مظاهرو کې تر ۸۰ څخه ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. مظاهره کوونکو ویلي دي چې حکومتي ځواکونو پر هغوی باندې دزې کړې خو چارواکي بیا ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو د مظاهره کوونکو پر وړاندې یوازې له اوښکه بهوونکي گاز څخه کار اخیستی دی. د مصر د کورنیو چارو وزیر محمد ابراهیم، د یکشنبې په ورځ وویل: «زه د مصر خلکو ته ډاډ ورکووم چې پولیس غواړي د هغوی امنیت او ثبات ټینگ کړي. هغوی د دغه کار توان لري.»

محمد ابراهیم ټینگار وکړ چې امنیتي ځواکونه به له هر هغه خوځښت سره چې د مصر د امنیت د خرابولو سبب گرځي په ډیر جدیت سره مبارزه وکړي.

له بلې خوا د ملگرو ملتونو یوې ویاندې ویلي دي چې سرمنشي بان کیمون، د مصر په اړه یو ځل بیا خپله اندیښنه څرگنده کړې ده. دغې ویاندې زیاته کړې ده چې بان پر چارواکو باندې غږ کړی دی چې د ټولو مصریانو ساتنه وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب