د اروپا تر ټولو ښايسته باغونه او پارکونه
په اروپا کې د باغونو دود لرغونې رېښې لري. په دوبي کې تر ټولو ښايسته پارکونه د انځورونو په دغه ګالرۍ کې ووينئ.
د لندن شينکي باغونه
په انګلستان کې د باغونو دود ډېر مينه وال لري. هر دوبی په لندن او وېلز کې شخصي باغونه د عوامو په مخ پرانيستل کيږي. باغ لرونکي خپلو مېلمنو ته چای او کلچې هم ورکوي. دغه دود اوس نورو اروپايي هېوادونو ته هم مخه کړې ده.
د سيسينګ هورست قصر
د سيسينګ هورست قصر د کېنت په سيمه کې ډېر شهرت لري. ليکوالې، ويتا سېکويل وېست دغه باغ رامنځ ته کړی دی چې د «سپين باغ» په نوم يوه برخه يې ډېر شهرت لري. مېرمن سېکويل غوښتل چې خپل باغ ته د شپې له خوا هم وکتلای شي.
د وېرسايل د قصر باغ
وېرسايل په اروپا کې يو تر ټولو ستر قصر دی. د باروک د دورې باغ يې د نورو شاهي کورنيو له پاره مخبېلګه وګرځېدله. د لوي شپاړسم باغوان، اندرې لې نوتره، ډېر شهرت لري. د هغه په نظر هندسي جوړښتونه پر ياغي طبيعت باندې د انسان د برلاسۍ نخښه ده.
ويلاندري، د لوار سيند په اوږدو کې
دا د فرانسې يو تر ټولو مشهور باغ دی چې د ويلاندري د رېنايسانس د دورې په قصر کې پروت دی. هغه په ۱۹۰۶ م کال کې جوړ شو.
د هانوور هېرنهنويزه باغونه
دا د هېرنهويزه په نوم لوی باغونه دي. دا د باروک له دورې څخه يوازنی پاته شوی باغ په آلمان کې دی. دا ځکه چې د هانوور پاچاهانو يې غم نه و خوړلی. په داسې حال کې چې نور باغونه بدل شول، دا خپل اصلي حالت پاته شو.
ويلا دېسته په روم کې
ايټاليا د سترو مېنو (ويلا ودانيو) چاپېره د باغونو په هنر کې تل مخکښه وه. د ويلا دېسته باغ په ۱۶ پېړۍ کې رامنځ ته شو. دلته د اوبو ډېرې فوارې هم شته. دغه باغ په ۲۰۰۱ کال کې د يونسکو په نړيوال ميراث کې ثبت شو.
د پوتسدام قصرونه او باغونه
پېتر يوزف لېنې ۵۰ کاله د پروس شاهي باغونه وپالل. هغه پراخ پارکونه له اوږدو لارو سره جوړ کړل. د سانسوسي د قصر پارک اوس د يونسکو په کلتوري ميراث کې شمېرل کيږي.
د دېساو وېرليڅ شنه باغونه
د ايلبه سيند په اوږدو کې لېوپولد فرانڅ فون انهالت دېساو د انګلستان د باغونو په شکل د پارکونو يوه مجموعه جوړه کړه. ټول اتباع هم ورتلای شول چې دغه کار په خپل وخت کې يو ستر انقلاب بلل کېده.
ژيورني، د مونې باغ
د ايمپرېسيونيزم د دورې انځورګر، کلاود مونې، په ژيورني کې ژوند او کار کاوه. نوموړی په دغه باغ باندې مئين وو. د نيلوفرو دغه ډنډ د ده د انځورګرۍ تر ټولو مشهوره موضوع ده.
ښاري باغداري په هر ځای کې
نن سبا په هر ښار کې د «يوربان ګاردنينګ» يا ښاري بڼ پالنې پروژې جوړيږي. رنګارنګ باغونه له هر ډول بوټو او ګلانو څخه جوړېدلی شي. دا په لويو ښارونو کې د ذهني تسکين ښايسته ځايونه دي، چې هر څوک ورڅځه تل ليدنه کولی شي.