1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا اتحادیې یونان ته ضرب الاجل ټاکلی دﺉ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبه

د یونان په پارلماني ټاکنو کې ډیرو ګوندونو پارلمان ته لاره موندلې ده خو د دغو ګوندو له ډلې څخه هیڅ یو ئې هم دومره څوکۍ نه لري چې په یوازیتوب او یا هم له څو نورو ګوندونو سره په ګډه ائیتلافي حکومت جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/14sdi
انځور: AP

د دې وضعیت په پام کې نیولو سره اوس داسې ویل کیږي چې په یونان کې باید له سره پارلماني ټاکنې وشي. د محافظه پالو او ریدکالو کیڼ اړخو ګوندونو له ناکامو هڅو وروسته اوس د یونان ولسمشر سوسیالیست ګوند ته موقع ورکړه چې د یو حکومت د جوړولو هڅه وکړي خو د یونان د سپما او پورونو د سیاست پر وړاندې د مختلفو ګوندونو دریځونه ډیر سره توپیر لري او له همدې کبله پر یو حکومت باندې د هغوی جوړښت ډیر ګران ښکاري.

که چیرې په راتولونکو ورځو کې هغوی کومې موافقې ته و نه رسیږي نو مجبوره کیږي چې د جون په ۱۷ نیټه بیا له سره ټاکنې وکړي. په همدې حال کې د اروپا د اتحادیې فشار پر دغه هیواد زیات شوی دئ او ورته ئې ګواښ کړی دئ چې که چیرې له خپلو کړو ژمنو سره سم د سپما پلانونه پلي نه کړي، نو کومې مالي مرستې او پورونه چې دغه هیواد ته په پام کې دي، ښایي ور نه کړای شي.

د اروپا د اتحادیې ویاند امادیو التفای، د چهارشنبې په ورځ وویل چې ښایې د پنجشنبې په ورځ یونان ته له پخوانیو ژمنو سره سم د مرستې له نړیوال صندوق څخه پنځه میلیارده یورو ورکړل شي خو له دې وروسته دا د یونان سیاسي ګوندونو پورې اړه لري چې ایا د اروپا له اتحادیې سره د سپما له کړو ژمنو سره سم عمل کوي او که نه.

د اروپایي اتحاديي ویاند زیاته کړه چې د اګست په میاشت کی د ۳۰ میلیاردو یورو د ورکړې پلان جوړ شوی دئ خو د دې پلان عملي کول په دې شرط پورې تړلي دي چې د يونان حکومت د سپما پروګرامونو ته دوام ورکړي. خو ستونزه دا ده چې د یونان رای اچوونکي د سپما دغه پلانونه نه مني او له همدې کبله ئې په ټاکنو کې هغو گوندونو ته رایې ورکړې چې د سپما د پلان خلاف دي.

د اروپا د اتحادیې د کمیسیون رئیس خوزې مانویل باروسو، د اروپا د ورځي په مناسبت د چهارشنبې په ورځ یو پیغام خپور کړ چې پکښې راغلې وو:

«هغه هیوادونه چې پکښې د مرستو پروګرامونه منل شوي دي، هغوی بله چاره نه لري پرته له دې چې پخپلو دولتي لګښتونو کې سپما وکړي. که نه نو ټول دولتي جوړښتونه به ئې له افلاس سره مخامخ شي. او دا هغه څه دي چې هیڅوک ئې نه غواړي. دوی باید پخپلو دولتي جوړښتونو کې اصلاحات رامنځ ته کړي او د پانگونو له پاره شرایط برابر کړي.»

د یونان د روان سیاسي او اقتصادي کړکیچ په هکله د اروپا ځینې نور سیاستوال ان اوس په دې فکر کې دي چې دغه هیواد د ایرو له حوزې څخه وباسي. د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو وستر ویله، په بروکسل کې د یو بحث په ترڅ کې د خبرداري په توګه دا خبره یاده کړه او ویویل چې اوس د یورو په حوزه کې پاته کیدل پخپله یونان پورې اړه لري.

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش