1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا اتحاديه د کندوز بمباري يوه غلطي ګڼي

۱۳۸۸ شهریور ۱۵, یکشنبه

د لوکزامبورګ د بهرنيو چارو وزير: « حتي که چيري د يو ولسي وګړي د وژل کيدو خطر هم واي، بايد په داسي اقدام لاس پوري نه شي ښکاره. دا يوه سخته غلطي ده چي په نړي کي د ناتو او لويديځ حيثيت ته تاوان رسوي.»

https://p.dw.com/p/JTFK
د کندوز وروستی بمباری په ستاکهلم کي د اروپا د اتحاديي د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کي د افغانستان د ثبات موضوع تر سيور ي لاندي ونيوله.
د کندوز وروستی بمباری په ستاکهلم کي د اروپا د اتحاديي د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کي د افغانستان د ثبات موضوع تر سيور ي لاندي ونيوله.انځور: DPA

په کندوز د طالبانو له خوا په دوو تښتول شوو ټانکرونو باندي هوايي بمباري د اروپا د اتحاديي له نيوکو سره مخامخه شوی ده، دغه حمله په هغه ولايت کي د آلمان د پوځ په غوښتنه وشوه. د سويدن په پلازمينه، ستاکهلم کي چيرته چي د اروپا د اتحاديي د بهرنيو چارو د وزيرانو دوه ورځني غونده دايره شوه وه، د فرانسي د بهرنيو چارو وزير، برنارد کوشنر په دي اړه له يو ستري غلطي څخه خبري وکړي. کوشنر وويل، افغانستان هله ثبات پيدا کولاي شي چي د هغه له خلکو سره همکاري وشي، نه دا چي پر هغو بمباري وشي.

دغه ډول ښکاره او بربڼده خبره د لوکزامبورګ د بهرنيو چارو وزير، اسل بورن هم وکړه:

« زه نه پوهيږم چي بمونه داسي په آساني او داسي ژر غورځول کيداي شي. آخر په ناتو کي هم بايد يو قاعده وجود ولري. حتي که چيري د يو ولسي وګړي د وژل کيدو خطر موجود هم ؤ، بايد په دي اقدام لاس نه واي پوري شوي. ښکاره ده چي داسي غلطي ډيري ناخوالي دي او په نړي کي د ناتو او لويديځ حيثيت ته تاوان رسوي.»

د مختلفو سرچينو د ويناوو له مخي د جمعي په شپه د طالب ياغيانو له خوا په دو تښتول شوو ټانکرونو باندي د بمباريو له امله ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

د کندوز په ولايت کي د آلمان پوځ امنيتي ماموريت په غاړه لري. ويل شوي دي چي هغه پوځ له دي ويري چي نه شي د هغه په قرار ګاه باندي چي هلته نژدي چيرته موقعيت لري، له دغو تښتول شوو ټانکرونو څخه د ځانمرګي بريد په توګه کار واخيستل شي، نو له دي امله یی د آيساف د ناتو هوايي ځواک ته د ببماري بلنه ورکړه.

افغان پوليس په کندوز کی د سوځل شوی تيلو ټانکر پلټنه کوی
افغان پوليس په کندوز کی د سوځل شوی تيلو ټانکر پلټنه کویانځور: AP

دغي پيښي په ستاکهلم کي د اروپا د اتحاديي د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کي د افغانستان د ثبات موضوع تر سيور ي لاندي ونيوله.

خو سويدن چي په اوسني وخت کي د اروپا د اتحاديي رياست په غاړه لري، صرف نظر له دغي پيښي څخه، د افغانستان په هکله د نړيوالي ټولني د عمومي ستراتيژي، پوځي او ملکي، په هکله واقع بينانه دريځ ونيو. هغه وويل چي په دغي ستراتيژي کي متقابل همآهنګي او له يو بل څخه پوښتنه نه شته او سر بيره پر دي د افغانستان په اړخ کي د توانمندی ضعف ليدل کيږي. خو د اروپا د اتحاديي د بهرنيو چارو وزيرانو، بالمقابل د افغانستان د جمهوري رياست د ټاکنو په هکله شکايتونو ته ډير زيات اهميت ور نه کړ. د بيلګي په توګه د فرانسي د بهرنيو چارو وزير، کوشنر لپاره، دا چي ټاکني اصلا سرته ورسيدي، يو برياليتوب دی:

« دا ټاکني د افغان ولس لپاره يو برياليتوب ؤ، دا ځکه د کړکيچ او تشنج په دننه او د طالباتانو د ګواښونو سره سره، افغانانو خپل انتخاب وکړ.»

د داسي پيښو او ستونزو سره سره، د اروپا د اتحاديي استازي بياهم نه غواړي چي داسی ژر د افغانستان ماموريت ته شا واړوي. د اروپا د اتحاديي د بهرنيو چارو کميساري، بنيتا فيريرو والدنر د ځغم او تحمل لپاره غږ وکړ:

« مونږ پوهيږو چي په افغانستان کي وضعيت ډير ستونزمن دی. خو په دي هم پوهيږو چي مونږ د دي اوږد مزل يواځي نيمايي مو سرته رسولي دي، نو دا مزل بايد هدف ځاي ته رسيږي.»

کريستوف هسلبخ/عبدالباری حکيم

کتونکی: ضياء الحق فضلی