د اروپایي ټولنې د راتلونکي بودجې په اړه غونډه کیږي
۱۳۹۱ آذر ۳, جمعهاعلان
د اروپایي ټولنې د راتلونکي بودجې په اړه د المان صدراعظمه انگلا میرکل په دې آند ده چې ښایي داسې کم چانس دي موجود وي چې د اروپایي ټولنې په سرمشریزه کې دې مشران د ۲۰۱۴م کال څخه تر ۲۰۲۰م کاله د بودجې په اړه هم نظره اوسي.
د جمعې په ورځ سهار وختي میرکل په بروکسل کې ویلي دي داسې ډیر امکان دی چې په دې اړه دویمه غونډه راوبلل شي. تر دې دمخه د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هیوادونو سرمشريزه غونډه چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې وه، همدغه ورځ ماښام ناوخته بیرته وځنډول شوه. د جمعې تر ماسپښینه د اروپایي ټولنې مشر هیرمن فان رمپوي، باید نوې بودجه وړاندي کړي، د هغه د خپلو څرگندونو پر اساس دغه بودجه یوه میلیارد یورو ده.