د اروپایي هیوادونو خارجه وزیران د افغانستان او سوریې په اړه سلامشورې کوي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۵, دوشنبهاعلان
د اروپایې ټولنې د بهرنیو چارو وزیران غواړي د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د سوریې په مقابل کې نوي تعزایرت وضعه کړي. په سوریه کې د اوربند د رامنځته کېدو په اړه پر تړون سربېره بیا هم په دغه هیواد کې جنګونه دوام لري.
په دغه غونډه کې به په اوکراین کې د بشري حقونو د موضوع او د اروپایي هیوادونو سره ئې د اړیکو په اړه هم بحثونه تر سره سي. له بلی خوا به د ناټو تر سرمشریزی مخکې د افغانستان د بیا رغونې او هلته د پولیسو د روزنې په برخه کې د دوامداره مرستو په اړه هم خبرې وسي.