1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپایي اتحادیې له سرمشریزي کومې هیلې کیږي؟

۱۳۹۴ بهمن ۲۹, پنجشنبه

د اروپایې اتحادیې کمیسیون هڅه کوي چې د دغې اتحادیې د سرمشريزې له غونډې څخه توقعات را کم کړي. په بروکسل کې ویل کیږي چې داسې توقع نه کیږي چې د مهاجرو د سیاست په هکله دې کومې مهممې پریکړې وشي.

https://p.dw.com/p/1HxLY
انځور: picture-alliance/dpa/C. Bilan

خبریالانو په یوه خوله د اروپایې کمیسیون د استازو له قوله ویلي دي: «دا هغه سرمشریزه نه ده چې ډیر شمیر نوې پریکړې دې پکښې وشي.» زیاته شوې ده چې په دغه سرمشریزه کې د مهاجرو د کړکیچ سره د مبارزې له پاره بحثونه هم شامل دي. په کومو مواردو کې چې کمې لیدل کیږي هغه تر اوسه د تر سره شوو پریکړو تطبیقول دي.

د اروپایي اتحادیې د کمسیون د حلقاتو له لوري وړاندې ویل شوي دي چې په دې ترڅ کې په ایټالیا او یونان کې د ۱۶۰ زرو مهاجرو د دغې اتحادیې پر غړو د ویشلو موضوع ده. همدارنگه د اروپایی اتحادیې د باندنیو پولو په ښه توگه د ساتلو مسله ده.

" په ډیر لوړ شمیر کې مهاجرتونه"

د «اي پي ډي» خبري آژانس د معلوماتو په حواله د دغه سرمشریزې چې تر ماسپښين وروسته پیلیږي، د اعلامیې په نهايي متن کې د مهاجرو پر کړکیچ د بر لاسه کیدو په ترڅ کې د یونان او ترکیې تر منځ د پولې اهمیت ته اشاره شوې ده.

نوموړي خبري آژانس په خپله مقاله کې لیکلي دي چې د ترکېې حکومت له خوا د اخیستل شوو یو شمیر اقداماتو سربیره د مهاجرو شمیر ډیر لوړ دی. د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د یوه ترهگریز بمي برید له کبله د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو د اروپایې اتحادیې په سرمشریزه او د کډوالو د کړکیچ په هکله مخکې له مخکې اعلان شوې غونډه کې خپل گډون لغوه کړ.

مېرکل د اروپا د گډې همکارۍ غوښتنه کوي

د آلمان صدراعظمې په پارلمان کې د دغه سرمشریزي په هکله په یوه حکومتي اعلامیه کې د مهاجرو د سیاست په برخه کې د یوې مجموعي اروپایي سترایتژۍ د هدف پر سر ټینگار کړی دی.

میرکل وویل چې دغه ستراتیژي د مهاجرت د علت، د یونان او ترکیې تر منځ د اروپایي اتحادیې د بهرنیو پولو ساتنه او د مهاجرو د سترې څپې کنترولول دي. د میرکل په خبره اروپایي اتحادیه باید هڅه وکړي چې بالاخره دغو ستونزو ته داسې د حل لاره ولټوي چې په پایله کې نه هم اروپا او نه هم د دغې اتحادیې کوم غړي هیواد ته زیان ورسیږي.

میرکل پر ترکیې متکي ده

د میرکل په خبره په دې برخه کې د نظر یووالی موجود دی چې اروپا ته د راتلونکو مهاجرو شمیر باید په دوامداره توگه را کم شي. تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې آیا اروپا ته د راتلونکو مهاجرو شمیر د کمولو په برخه کې د اروپا او ترکیې ستراتیژې اغیزمنه ثابته شوې او په دې ارزي چې په راتلونکې کې هم همدغه لاره تعقیب شي؟