1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي پارلمان ټاکني به د جرمني پر پارلماني ټاکنو باندي هم سخته اغيزه وکړي

۱۳۸۸ خرداد ۱۸, دوشنبه

داروپايي پارلمان لپاره ټاکني د بورژوازي خوا ډيره پياوړې کړې ده. نوددي له پاره د المان د مرکزي پارلمان په ټاکنوکي دمسيحي او د آزاد ديموکرات دګوندونو برياليتوب ډير نژدې بريښي

https://p.dw.com/p/I5N2
د اروپايي پارلمان له پاره د جرمني د آزاد ډيموکراټ ګوند کانديده مېرمن سيلوانا کوخ-مهرين د خپل برياليتوب د اعلانو پر مهال
د اروپايي پارلمان له پاره د جرمني د آزاد ډيموکراټ ګوند کانديده مېرمن سيلوانا کوخ-مهرين د خپل برياليتوب د اعلانو پر مهالانځور: dpa

دمسيحي ديموکرات مسيحي سوسيال ګوند او د آزاد ديموکرات ګوند په پام کي لري، چي هغه سترايتلاف چي له مسيحي ګوندونو او دسوسيال ديموکرات له ګونده څخه جوړ شوی دی نور دتاريخ په پاڼوکي وليکي.

ددې له پاره چي مسيحي ګوندونه يوازي پدې برخه کي برياليتوب نشي ترلاسه کولای نو د آزاد ديموکرات دګوند دمشر ګيدو وسترويله، په وجود کي ځانونوته ملګري لټوي.وستروله پدي اړه وايي.

«که موږ د اروپايي پارلمان په ټاکنوکي په سلوکي له لسو نه ډيري رايي ترلاسه کړې، نوموږ به وکولاي شو، چي د مرکزي پارلمان په ټاکنوکي هم په سلوکي له لسو نه ډيري رايي ترلاسه کړو ترڅو چي موږ د المان د محافظه کارانو له پاره يوه ثبات لرونکي نتيجه ترلاسه کړو.»

دازاد ديموکرات ګوند کولاي شي چي دسلدو کي لسو نه ډيرو رايو له ترلاسه کولو سره دمسيحي ګوندونو لپاره لازم ډيره کي برابر کړي. وروسته داروپايي پارلمان له ټاکنو څخه دمسيحي ديموکرات عمومي منشي پوفلا، پدې ډاډه دی چي نور به ددې مخنوی څوک ونشي کولای:

«په المان کي د متحدو مسيحي ګوندونو او د ازاد ديموکرات ګوند ښکاره د محافظه کارانو ډيره کي منځته راغلي دي او اوس موږ د سوسيال ديمو کرات له ګوند څخه په سلوکي 17 وړاندي يو. يوازي مسيحي متحد ګوندونه له سوسيال ديموکرات او د شنو له ګوند نه په ګډه وړاندي دي.

خو د سوسيال ديموکرات ګوند داسي زر اواسانه پر خپلي ناکامۍاقرارنکوي. د نوموړي ګوند مشرتابه ددې خرابي نتيجې علت دمحتوا ضعفونه، او د هغو دمعرفۍ کمبودونه نه، بلکي د هغه علت په ټاکنوکي د ډيرو لږو کسانو ګډون بولي. د سوسيال د يموکرات د ګوند مرستياله اندريا نالس وايي:

«انسجام اوټاکنوته د خلکو هڅونه پدې کليده چي موږ په اروپايي ټاکنوکي دګډون له پاره د خپلو پلويانو په تشويق او هڅولوکي ستونزي لرو. دا خبره د اروپايي پارلمان په تيرو ټاکنوکي هم څرګنده شوې وه. خو موږ په تيرو کلونوکي د مرکزي پارلمان له پاره ټاکنوکي بيرته د زيادتره رايو په لاسته راوړلو بريالي شوي يو، موږ داځلي هم په همدې تکيه کوو.»

د سوسيال ديموکرات ګوند دلومړي وزارت مقام ته د خپل کانديد فرانک والټر شټاين ماير د رسولو له پاره د ټاکونکو په ښکار پسي وتلي دي . دبهرنيو چارو اوسنی وزير پدې وروستيو اونيوکي ډير په اقتصادي سياست کي ګوتي وهلي دي. خو داسي ښکاري چي د اوپل موټر جوړولو د کارخانو د بچولو له پاره دده هڅو د ټاکونکو لخواده ته کوم مساعدت منځ ته ندی راوړي.

د سوسیال ديموکرات دګوند يو ممکنه د اتلاف ملګری به دشنو ګوند وي. چي د اروپايي پارلمان په ټاکنوکي يې ډيری رايي ترلا سه کړي خوله يووکمزوري شوي دسوسيال د يموکرات له ګوند سره يي د ګټلو امکان کم دی. د مسيحي ديموکرات ګوند د ډيرو رايو د بايللو له امله دشنو دګوند کانديدیورګن تريتين د نوموړي ګوند دا بدبيني پخوا له وخته بولي. او وايي:

دا ټاکنو نتيجه لا معلومه نده. هغه څوک چي اوس په موسکا اوخندا سره ديخوا آخوا ګرځي او داسي ښيي چي ټاکني يي ګواکي ګټلي دي نوبايد ووايم چي تر اوسه لادوي بريالي ندي. اوتاسي د آزاد ديموکرات ګوند دومره رايي ندي وړي چي دمسي ديموکرات اودمسيحي سوسيال ګوند بايللي دي.

د کيڼ ګوندله پاره کي به وضعه کي کوم بدلون نه راځي نوموړي ګوند د المان د مرکزي پارلمان په ټاکنو کي د ټولو په مقابل کي عرض اندام کوي د اروپايي پارلمان په ټاکنوکي سره له هغه چي په نوموړي ګوند کي دننه ځني اختلافونه شته يوڅه زياتره رايي ترلاسه کړي دي. خو د سپتمبر په مياشت کي د المان د مرکزي پارلمان په ټاکنو کي په سلوکي له لسو نه ډيرو رايو لاسته راوړل يې هدف دي خو داتلاف دکولو په برخه کي يي دکوم ګوند نوم ندي اخيستی.

Werkhäuser/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل