1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولني نوي مشر خپله دنده پيل کړه

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ آبان ۱۰, شنبه

د اروپايي ټولنې نویو کمیسارانو د خپل نوي مشر جان کلاوده یونکر، په مشرتوب خپله دنده پېل کړه. خو په دې هکله کوم رسمي مراسم په پام کې نه ول نیول شوي.

https://p.dw.com/p/1DfVZ
انځور: Getty/J. Thys

د اروپايي ټولني نوي کمېسیون رسماً په خپل کار پېل وکړ. تر دې د مخه پرتگالي سیاستوال خوسي مانويل بارسو لس کاله د دغه کمېسیون مشرتوب پر غاړه لاره. د لوگزمبورگی سياستوال کلاوده یونکر له څو لسیزو راهیسې د اروپایي ټولنې په سیاسي ډگر کې تر سترگو کیږي او د بارسو ښه ملگری دی.

کلاوده یونکر د بارسو په هکله وایي: «هغه د مهمو یا پریکړنده شیانو په هکله ډیر ویښ وو او پر وړاندې یې له احترامه ډک چلن کاوه. هغه، هغه اهداف په ډیر جدیت سره تعقیبول چې زموږ تر ژوندانه ډیر دوام کوي، دا ځکه چې زموږ له شخصي ژوند لیک څخه مهم شیان شته.»

بارسو د اروپايي ټولني کمېسیون د مشر په توگه په لس کلنه دوره کې په اروپایي ټولنه کې د ۱۳ نویو غړیو هیوادونو د شاملیدو او د یورو په حوزه کې د اقتصادي بحران څارنه کوله. خو بیا هم ډیر انتقاد کوونکي پر ده باندي تور لگوي چې د ډیر څه په هکله زړه نا زړه وو.

خو دا گونگوسي چې باروسو غواړي د ملگرو ملتونو عمومي منشي شي، هغه رد کړي نه دي. خو هغه ویلي دي چې غواړي په لومړي سر کې لږ استراحت وکړي. نوموړي ۵۸ کلن ویلي دي چې په اوسني وخت کې د کومي دندې د ترلاسه کولو هڅه نه کوي. هغه زیاته کړې ده: «په ملي او نړیوال سیاست کې د دیرشو کلونو وروسته، له هغې څخه لس کاله د اروپایي ټولنې د کمېسیون د مشر په توگه لږ تر لږه د یوې دمې مستحق یم.»

د یونکر نسخه: د پانگوني له لاري د کار ځایونو رامنځ ته کول

جان کلاوده یونکر چې په نزدې راتلونکي کې خپله شپېتمه کلیزه لمانځي، تیر کال په حیرانوونکي توگه د لوگزمبورگ حکومت له مشرتوبه څخه تر لیري کیدو وروسته اوس د اروپایي ټولني کمېسیون د مشر په توگه خپله دنده پیلوي.

په روکسل کي د اورپايي ټولني کمېسيون ودانۍ
په روکسل کي د اورپايي ټولني کمېسيون ودانۍانځور: cc-by-sa/Cha già José


کلاوده یونکر، دمخه په خپلو څو مرکو کې دې خبرې ته اشاره کړې ده چې په پام کې لري د اروپايي ټولنې د دولتي او حکومتي مشرانو څخه په فاصله نیولو سره، دغه ټولنه له قراردادونو څخه د ساتني په برخه کې پیاوړې کړي.

دی غواړي چې د ژاک درلورس په شان یو انځور وړاندي کړي. درلوس د اتیایمې لسیزي په پای کې په دې توانیدلی وو چې اروپایي ټولنه په سیاسي برخه کې له فلج کیدو څخه وژغوري او د داخلي مارکیټونو او اروپايي ټولني د حوزې له پاره د یوه پولي واحد اساس کښیږدي.

یونکر غواړي چې اصلاحات پيل کړي او د هغه لوی هدف د دغې اصلاحاتو له لارې د اروپا په بحران ځپلي اقتصاد کې د کار ځایونو رامنځ ته کول دي. یونکر غواړي چې په دې برخه کې د روان میلادي کار تر ختمیدو د مخه د ۳۰۰ میلیاردو یورو په ارزښت پانگوني یو پروگرام وړاندي کړي. خو یونکور لس ورځې د مخه د اروپایي ټولنې پارلمان له خوا د ده تر ټاکل کیدو دمخه فرانسې او ایټاليا ته په مخاطب کولو سره وویل چې دغه پانگونه باید د نویو پورونو په واسطه تمویل نه شي.

نوی مرستیال مشر باید تر حده زیات قوانینو جوړولو مخه ونیسي

کلاوده یونکر او د ده یو نزدې ملگری مارتین زیلمایر، چې د اروپایي ټولنې یو آلمانی چارواکی دی د اروپايي ټولنې د کمېسیون له پاره پر یوه نوي جوړښت باندي فکر کړی دی، څو چارواکي خپل نظر په اغیزمنه توگه مطرح کاندي.

اووه تنه مرستیالان مشران باید له پاته نورو ۲۰ تنو کمېسیاران سره د خپلو امکاناتو له لارې په دوامداره توگه په تغیر موندونکو کاري ډلو کې همکاري وکړي. د یونکر په وینا د اروپایي ټولني نوی کمېسون باید تر هر څه زیات د ټولنیزو مسایلو له پاره هڅې وکړي.

له امريکا سره د آزادې سوداگرۍ تړون په هکله خبري

د اروپایي ټولني نوی کمېسیون غواړي چې له امریکا متحدو ایالاتو سره د آزادي سوداگرۍ او پانگوني تړون په هکله خبرو اترو ته ادامه ورکړي.