د اروپايي ټولني مشري ايرلينډ پرغاړه سوه
۱۳۹۱ دی ۱۲, سهشنبهاعلان
له نوبت سره سم ایرلینډ د نوي عیسوي کال په پيلېدو سره د اروپايي ټولني مشري کوي. په دغو ۶ میاشتو کي چي د اروپايي ټولني مشري د ایرلینډیانو پر غاړه ده، باید د ۲۷ غړو هيوادو تر منځ د ټولني د داخلي بودجې شخړه رهبري او مدیریت یې وکړي. دوبلین به نو په دې ډول سره له ۱۹۷۵کال راهیسي ۷ واره د ثبات او ودي تر شعار لاندي د اروپايي ټولني ریاست پر غاړه واخلي. د اوسني ریاست په دوره کي به د یونان، هسپانیې او پرتګال له پوروړو هيوادو سره د کومک موضوع هم د ایرلینډ د کار په اجندا کي شامله وي. پخپله ایرلینډ هم په ۲۰۱۰ کال کي له پوروړيتوب سره مخامخ وو او باید د اروپايي ټولني د ژغوونکي صندوق او نړيوال وجهي صندوق څخه یې پورونه اخیستي وای. تر ایرلینډ وروسته به بیا قبرس د اروپايي ټولني ریاست پر غاړه واخلي.