1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي هيوادو څخه د ګوانتانامو بنديانو د قبلولو غوښتنه

۱۳۸۷ آبان ۲۱, سه‌شنبه

د بخښني د بين امللي سازمان يا امنيسټي انترنېشنل د لندن د څانګي څخه دانيل ګوريوان، وايي چي ګوانتانامو يو خاص امريکايي مشکل ندی، بلکي د اروپا مشکل هم دی

https://p.dw.com/p/FrZ7
په ګوانتانامو کي يو بندي تحقيق ته د امريکايي عسکرو لخوا د کشولو پرمهال
په ګوانتانامو کي يو بندي تحقيق ته د امريکايي عسکرو لخوا د کشولو پرمهالانځور: Roadside Attractions

دی د هغه دلايل پدې ‌ډول بيانوي :«تاسو د خپلو اتباعوڅخه په تحقيقاتو کي شامل واست .تاسو بنديان د مرګ سرحد ته ورسول .تاسي د CIA لخوا د بنديانو په نيولو او تښتولو کي لاس درلودی. تاسو خپله خاوره د پوځي ترانسپورټي وسايلو په اختيار کي ورکړې وه ، تر څو بنديان ګوانتانامو ته انتقال سي .»

سټيو سيدي، چي د امريکا د اوريګن په ايالت کي مدافع وکيل دی ، همدااوس د ګوانتانامو څخه بيرته راغلی دی . هلته ده د بارک اوباما، انتخابيدل هم مشاهده کړه. جمهوررييس بوش چي د بين امللي حقوقو خلاف يې د کيوبا په جزيره ګوانتانامو کښي دغه محبس جوړ کړی دی ، په سپينه ماڼۍ کښي د نوي سړي په راتګ سره مدافع وکيل سيدي اميدواري لري، چي د ګوانتانامو د بې ګناه بنديانو په ګټه به يو څه وسي .

هغه وايي:«دا هغه خلګ دي، چي مندي ،پلرونه،خوندي ،وروڼه او اولادونه لري چي د کلو کلو راهيسی يې هغه ندي ليدلي. هر يو جلا جلا کيسه لري،او هر يويې جلا جلا قدر لري . آيا دوی ددې حق لري چي پوښتني ورڅخه وسي، چي ولي په ګوانتاناموکي دي،او ولي بايد نه وي . زه اميد لرم چي يوه ورځ به هغوی ددغه ځای څخه ولاړ سي . »

د نيويارک څخه د سيدي مسلکي همکاره کوري کرايدر، هم يووار په ګوانتانامو کي وه. دې کوښښ کړی ؤچي ديوه تونسي بندي سره مرسته وکي،څو تونس ته ونه ليږل سي، ځکه چي هلته يې ژوند د خطر سره مخامخ ؤ، خو ددې دغه کوښښ څه ګټه ونه رسول ،اوهغه هلته واقعاً شکنجه او وزورول سو.

کوري کرايدر، همدارنګه وايي: چي په امريکايي نظامي محکمه کي د يوه بندي محاکمه اصلاً مانا نلري .دې ته هلته اصلاً بندي ورښکاره هم نسو، او د مدافع وکيلانو سره ښه رويه هم ونسوه . او کيدای سي چي د ګوانتاناموټول بنديان د عيني سرنوشت سره اخته سي.

د Human Rights Watch څخه يوآنه مارينر، په دې نظر دی،چي په يوه شرط که اروپايي هيوادونه دې ته حاضر سي چي هغوی په خپلو هيوادوکي ومني، نو ددغه کار مخنيوی به وسي. د بشر د حقوقو سازمانونو په خپله ګډه اعلاميه کي ويلي دي چي که څه هم امريکا مکلفه ده، چي د ګوانتانامو بنديان په خپل هيواد کي ومني، خو اروپايي دولتونه هم کولای سي د پاته 250 بنديانودکړاو او عذاب وختونه پای ته ورسوي.