1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي جام دويمه ورځ له تاوتريخوالي سره مل وه

آژانسونه / ن.۱۳۹۵ خرداد ۲۳, یکشنبه

په مارسي کې د انګلستان او روسيې تر منځ د لوبې په ترڅ کې په لوبغالي کې دننه هم ځينو نندارچيانو آخ و ډب جوړ کړی وو. له دې مخکې هم په ورته پېښو کې ۳۰ انسانان ژوبل شوي ول، يو سړی سخت ټپي دی.

https://p.dw.com/p/1J57s
انځور: Reuters/K. Pfaffenbach

په ټوله فرانسه کې د ترهګرۍ څخه خبرداری ورکړل شوی دی، خو د مارسي ښار پوليس د فوټبال د انګليسي او روسي مينه والو له خوا بوخت کړل شوي ول. د انګلستان او روسيې تر منځ لوبه چې په ۱:۱ ګولونو مساوي پای ته ورسېده، د تاوتريخوالي تر سيوري لاندې تر سره شوه. خو له لوبې وروسته هم د مارسي د وېلودروم لوبغالي په انګړ کې آخ و ډبونه وشول.

دا چې روسي ټيم ډېر وروسته لوبه مساوي کړه، نو د دغې لوبډلې مينه والو وغوښتل چې د انګليسانو پر بلاک يرغل وروړي چې ورپسې پټاکې وغورځول شوې او بيرغونه له کټارو څخه وشکول شول. په دې سرعه انګليسي مينه وال وتښتېدل، په خلکو باندې وارونه وشول او تنظيمونکي په شا وتمبول شول.له دغو پېښو مخکې هم د زاړه بندر په شاوخوا کې په ساعتونو ساعتونو سختې نښتې شوې وې چې لږ تر لږه ۳۱ انسانان پکې ژوبل شول. يو بريتانوی د فوټبال مينه وال د فرانسې د کورنيو چارو د وزير، بېرنارد کازنوف، په خبره د مرګ له خطر سره مخامخ دی. دغه سړی د پوليسو د څرګندونو له مخې د اوسپنې د کوتک په واسطه په سر باندې وهل شوی وو. مرستندويانو هڅه کړې وه چې په وينو ککړ دغه سړی بېرته راژوندی کړي مخکې له دې چې هغه روغتون ته يوړل شي.په دغسې تاوتريخجنو پېښو کې د انګليسي او روسي عاملينو تر څنګ فرانسويان هم ښکېل ول چې شپږ تنه شر اچونکي ونيول هم شول. د مارسي ښار د پوليسو مشر، لاورن نونېز، وويل چې درې تنه پوليس هم د خپل ماموريت پر مهال ټپيان شوي دي. په دغه ورځ نورې لوبې هم وشوې چې سويس له البانيا څخه په ۱:۰ لوبه وګټله او وېلس له سلواکيا څخه په ۲:۱ ګولونو مخکې شو.پوليسو له اوښکي بهونکي ګاز څخه کار واخيست څو شر اچونکي سره وپاشي. لومړی ۲۵۰ تنه پوليس حاضر ول، بيا نور ځواکونه راغلل او يوې څرخي الوتکې هم ګزمه وهله. د اروپا د فوټبال اتحاد يا يوفا د مارسي پېښې په کلکه وغندلې او د غبرګون په هکله يې سلا مشورې پيل کړې دي.د آخ و ډبونو او تاوتريخوالي د پېښو د مخنيوي له پاره آلماني او فرانسوي ادارې سره ګډ کار کوي. د آلمان د کورنيو چارو وزير، توماس دېميزير، د «بيلد آم زونتاګ» ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي دي: «موږ د آلماني الاصله شراچونکو په هکله چې پوليسو ته معلوم دي، له فرانسې سره د معلوماتو تبادله پيل کړې او د تقريبا ۲۵۰۰ کسانو نومونه او نور معلومات مو وراستولي دي.» د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډې پولې په اوږدو تلاشۍ کيږي چې آلماني پوليس له خپلو فرانسوي ملګرو سره په دې برخه کې همکاري کوي.سربېره پر دې د «اسلامي دولت» په نوم د ترهګر سازمان پخواني آلماني جنګيالي او بېرته ستنېدونکي هم «د امنيتي ادارو له خوا لا ډېر څارل کيږي.» امنيتي ادارو ته دا مهال ډېر شمېر راپورونه ورځي، خو د دېميزير په خبره په اوس وخت کې د فوټبال د اروپايي جام د سياليو له پاره د کوم پلان شوي بريد کومې خاصې نخښې نښانې نشته.

UEFA EURO 2016 England gegen Russland Fans Krawalle Marseille
انځور: Reuters/J.-P. Pelissier
UEFA EURO 2016 England - Russland Ausschreitungen in Marseille
انځور: Reuters/J.P. Pelissier
UEFA EURO 2016 England gegen Russland Fans Krawalle Marseille
انځور: Reuters/J.-P. Pelissier
UEFA EURO 2016 England gegen Russland Fans Krawalle Marseille
انځور: Reuters/J.-P. Pelissier
UEFA EURO 2016 England - Russland Ausschreitungen im Stadion
انځور: Reuters/E. Keogh