1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ارجنټاين ديکتاتور په عمري بند محکوم سو

سيد رياض (دويچه ويله)۱۳۹۱ اسفند ۲۳, چهارشنبه

د ارجنټاین پخوانی دیکتاتور بينیوني، د بشر ضد جنایتونو له امله په عمري بند محکوم شوی دی. دا د دغه ۸۵ کلن د محکومیدو لومړی حکم نه وو او ښایي وروستی به هم نه وي.

https://p.dw.com/p/17w53
Former general and member of the military junta, Reynaldo Bignone gesture during his trial to investigate the crimes committed during the Operation Condor, a campaign established by Argentina, Chile, Paraguay, Brazil, Bolivia and Uruguay's dictatorships to quash the opposition during the 1970s, in Buenos Aires on March 5, 2013. Bignone served as de facto President (1982-1983) during the transition from military regime to democracy. The military junta that headed the regime is held responsible for the disappearance of up to 30,000 people during the so-called "Dirty War" against political opponents. Videla, Bignone and Menendez are among the 26 defendants. AFP PHOTO / Juan Mabromata (Photo credit should read JUAN MABROMATA/AFP/Getty Images)
Argentinien Buenos Aires Prozess Verbrechen Militärdiktaturانځور: JUAN MABROMATA/AFP/Getty Images

رینالدو بينیوني د ارجنټاین وروستی پوځي دیکتاتور وو. دغه پخوانی جنرال اوس په بوينوس آیرس کې د یوې محکمې له خوا محکوم بلل شوی دی. دغه کس د خلکو د تښتوني، ربړوني او ورکیدو په ۲۰ پیښو کي تورن شوی دی.

دغه محاکمه په «کمپو دي مايو» کي د پټ جزایي او ربړوني د مرکز په هکله وه چې له ۱۹۷۶کال څخه تر ۱۹۸۳ کاله پوري د پوځي دیکتاتورۍ پر وخت يو ستر کمپ وو.

دغه کمپ د پلازمېني بوینوس آیرس په شمال لویدیځ کې پروت دی. د اټکلونو له مخي نزدې۵۰۰۰ کسان چې د رژیم د مخالفینو په سترګه ورته کتل کیدل، په دغه کمپ کې ساتل شوي ول. د دغو کسانو ډيری بیا چا نه د لیدلي.

پر بينیوني سربیره نور څلور پوځي چارواکي هم په عمري بند محکوم شوي دي. نورو شپږو تورنو کسانو ته له ۱۲ څخه تر ۲۵ کلونو پوري د بند سزا اورل شوې ده. د دغو کسانو له خوا په قربانیانو کې اووه اومیدواره مېرمنې هم شاملي وې. واکمني پوځي دیکتاتوري ډلي به له اپوزیسیون سره تړاو درلودونکي ماشومان تښتول.

بينیوني تر۱۹۸۰کاله پوري د دغه کمپ مشري پرغاړه لرله چې په غیر قانوني توګه ځني د محبس په توګه کار اخیستل کیدی. له ۱۹۸۲کال څخه د فالکلند د جزیرې پر سر له انګلستان څخه تر ماتې وروسته او په ۱۹۸۳کال کې د ټاکنو تر ترسره کیدو پورې هغه موقتي ولسمشر وو. د دغو ټاکنو په پایله کې په دغه هیواد کې یو ځل بیا ديموکراسي رامنځ ته شوه.

محاکمه ادامه لري

د بشري حقونو د ټولنو د معلوماتو پر اساس له ۱۹۷۶کال څخه تر ۱۹۸۳ کاله پوري په ارجنټاین کې د پوځي دیکتاتورۍ پر وخت شاوخوا۳۰ زره انسانان تښتول شوي او ورک شوي دي.

په ۲۰۱۱کال کې بينیوني په یوه محاکمه کې د عمري بند په سزا محکوم شوی وو او په نورو قضیو کي ورته د ۱۵ او ۲۵ کلونو تر منځ سزا اورل شوې وه.

پر دې سربیره به اوس بينیوني د خورګې فیدیلا سره یوځای د «پلان کوندور» په نوم ستري محاکمې ته هم ځواب ووایي. په پلان کوندور، کې سویلي امریکایي پوځي رژیمونه د اپوزیسیون، کیڼ اړخو او کارګرو اتحادیو غړو په ځپلو او وژلو کې له یو بل سره مرسته کوله.