د ادغام نوی قانون به مهاجرو ته د کار زمینه برابره کړي
۱۳۹۵ تیر ۱۰, پنجشنبه«کېرسټین گریزه» دغه خبري د جرمني له لومړي تلويزيوني چینل (ARD) سهارنۍ خپروني ته وکړې او زیاته یې کړه چي «موږ همدااوس تازه په مدغمیدو باندي پيل کوو، چي هغه تر ټولو دمخه د الماني ژبي په زده کولو او کار بازار ته په ورننوتلو باندي پیلیږي.»
د هغې په خبره د ادغامیدونوی قانون چي په راتلونکو څو اوونیو کي به د جرمني په پارلمان کي تصویب سي، د ژبي د کورسونو او کار پیداکولو په لار کي ډیر خنډونه لیري کړي.
هغې زیاته کړه: «اوس به موږ خپل ټول وس او قدرت په دې لار کي په کار واچوو، څو هغه مهاجر چي موږ ته راغلي دي، ښې مسلکي زده کړي ورکړو چي د کاربازار ته په ښه ډول سره داخل سي.»
کېرسټین گریزه په دې هکله هغو وروستیو تازه څېړنو ته اشاره وکړه، چي پر اساس یې د پخواني گومانو برخلاف اکثره مهاجر مسلکي کسان نه دي. ځکه نو اکثریت یې باید لمړی مسلکي زده کړي وکړي.
د سوسيال ديموکراتانو دغي سیاستوالي ټینگار وکړ، چي «په جرمني کي د کار بازار ډیر ښه دی او د ډیرو کسانو د جذبیدو امکانات لري.» هغې اضافه کړه چي موږ د ډیري مودې بیکاران هم نه دي هیرکړي او هغوی به هم د ادغامیدو په نوی قانون کي د کار کولو چانسونه ولري.