1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان حکومت د کانونو په ساتنه کې پاتې راغلی»

۱۳۹۴ شهریور ۱۵, یکشنبه

د اداري فساد ضد دوو سازمانونو پر افغان حکومت باندې تور لګولی دی چې د کان کیدنې په سکتور کې د ادارې فساد او امنیتي ګواښونو په له منځه وړلو کې پاتې راغلی دی. دغو سازمانونو د کان کیندنې په سکتور کې روڼتیا غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1GRm0
انځور: Paula Bronstein/Getty Images

د نړیوال شاهد او د افغانستان د روڼتیا څارونکي سازمانونو د یکشنبې په ورځ وویل چې د ولسمشر غني اداره په کابل کې د مرستندویه هیوادونو او سازمانونو په غونډه کې یو لوی چانس له لاسه ورکړ ځکه کابل په غونډه کې د خپل یو تریلیون ډالري کانونو سکتور د ساتنې او ودې له پاره اقدامات وړاندیز نه کړل.

کانونه یو له هغو محدودو امکاناتو څخه دي چې افغانستان یې په مرسته پر خپلو پښو ولاړ اقتصاد لرلی شي. که څه هم دغه سکتو ډیر امکانات لري، خو بیا هم نړیوال پانګوال په افغانستان کې د روانې جګړې، ادارې فساد، ضعیفه بنسټونو او د کان کیندنې د قوانینو د نه شتون له کبله په دې سکتور کې پانګونې ته زړه نا زړه دي.

طالبان چې له ۱۴ کلونو راهیسې د افغان حکومت او د هغه د نړیوالو متحدینو پر ضد جنګیږي، اوس د افغانستان په بیلابیلو برخو کې ځینې کانونه تر خپل کنترول لاندې لري چې له لارې یې د خپلې جګړې د تمویلولو په موخه پیسې ترلاسه کوي.

د شنبې په ورځ کابل د ۴۱ هیوادونو او ۱۱ غیر دولتي سازمانونو د استازو چې د افغانستان له اقتصادي، امنیتي او ټولنیزې بیارغونې سره مرسته کوي، کوربه وو. په دغه غونډه کې پر دې باندې خبرې وشوې چې ایا افغان حکومت د ادارې فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې په خپلو ژمنو کې بریالی شوی دی او که نه. ولسمشر غني چې یو کال مخکې یې د افغان حکومت د مشر په توګه کار پیل کړ، ژمنه کړې وه چې له ادارې فساد سره به کلکه مبارزه وکړي.

د افغانستاه د روڼتیا څارونکي سازمان مشر عرفان افضلي، وایي چې په دغه غونډه کې د کانونو د کیندني په برخه کې یوه داسې ژمنه هم ونه شوه چې د عمل ډګر ته داخلیدای شي.

د نړیوال شاهد سازمان د افغانستان د څانګې مشر ستیفن کارتر، ټینګار وکړ چې په دغه غونډه کې داسې تدابیر وړاندیزیدای شوای چې له مخې یې د کان کیندنی په سکتور کې اداري فساد او ناامني له منځه تلې وای.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب