د اخوان المسلمین دوه نور غړي هم په اعدام محکوم شول
۱۳۹۳ فروردین ۱۰, یکشنبهد مصر د دولتي خبري آژانس په حواله په اسکندریه ښار کې یوې محکمې د راپرځول شوي ولسمشر محمد مرسي، دوو پلویانو ته د مرگ سزا اورلې ده. پر دغو کسانو تور وو چې د احتجاجونو په ترڅ کې یې د یوې ودانۍ له چت څخه ځوانان غورځولي دي. د دغو احتجاجونو په ترڅ کې محمد مرسي له واکه لیرې کړای شوی وو.
په دغه پیښه کې دوه تنه مړه شوي ول. دغه پيښه د تیر کال د جولای میاشتې پر دریمه نیټه د محمد مرسي له واکه د راپرځول کیدو څخه لږ څه وروسته رامنځ ته شوې وه. د ودانۍ له چت څخه د دغو ځوانانو راغورځول او ورسره د ولاړو کسانو انځورونه چې تور بیرغ یې له ځانه سره لیږداوه، د مصر له دولتي تلویزون څخه په وار وار نشر شوې وه. تور بیرغ زیاتره وخت د اسلامپاله یاغیانو له لوري لیږدول کیږي.
د «الاحرام» ورځپاڼې د رپوټ له مخې په اسکندریه کې د مرسي د راپرځول کیدو وروسته، د تاوتریخوالي د رامنځ کیدو په تور د ۶۱ نورو کسانو پر ضد هم محاکمه روانه ده، خو د هغوی په اړه به د محکمې پریکړه د می میاشتې تر ۱۹مې نیټې د مخه اعلان نه شي.
د شنبې په ورځ دوو کسانو ته د مرگ سزا پریکړه به د تائید له پاره «مفتي» یا د مصر د شرعي احکامو د چارواکو دفتر ته واستول شي. د تیرې دوشنې په ورځ په مصر کې یوې محکمې د اخوان المسلمین ۵۲۹ تنو ته د یوه افسر د وژل کیدو د پیښې په ترڅ کې د مرگ سزا اورلې وه. د محکمې دغه پریکړه په نړیواله توگه غندل شوې وه.