د اختر را رسېدل او د خوراکي موادو بيي
۱۳۹۱ مرداد ۲۶, پنجشنبههغوی وایي دوکانداران په داسي حال کې چې په خپلو ګدامونو کې کافي خوراکي مواد او وچه میوه لري دودیزو جشنونو ته په کتو سره په خپله خوښه د موادو بیي لوړوي، چې څوک ئې رانيولای نه شي.
د پل باغ عمومي د وچي مېوې په مارکیټ کې دوو تنو دولتي مامورينو د سودا اخيستلو پر مهال دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل، چي د تیر کال په پرتله د وچي مېوې او د اختر د نورو موادو بیي تقریباً له دیرشو څخه نیولي تر څلویښت سلنه پوري لوړي شوي دي.
«د هر کیلو وچي مېوې په بیه کې څلویښت او پنځوس سلنه لوړ والی راغلی دئ، دا بې انصافي ده، حکومت باید نرخونه کنټرول کړي، چې دا کار ئې نه دئ کړی.»
«موږ هر کال د اختر په شپو کې د نرخونو د لوړ والي شاهدان یو، که اوس یو کیلو ګرام بادام په ۸۰۰ افغانۍ خرڅیږي د اختر په شپه دا بیه تر زرو افغانیو پوري لوړیږي.»
دا لومړی ځل نه دئ چې د اختر او نورو دودیزو جشنونو د را رسېدو په درشل کې په بازارونوکې د خوراکي توکو او په تېره بيا وچو مېوو بيي لوړیږي، بلکي هرکال همداسي حالت وي.
خو دا چې د افغانستان په قانون کې د آزاد مارکیټ پالیسي په پام کې نیول شوې ده، حکومت تر ډیره ځايه په بازارونو کې د نرخونو په ټاکلو کې رول نه لري، بلکي د موادو د کیفیت کنټرول ئې له دندو څخه شمیرل کیږي.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل هم همدا خبره کوي. هغه وايي چي د قانون له مخې دوی نه شي کولای، چي نرخونه وټاکي خو ولسمشر ته ئې د یوې داسي بودیجې وړاندیز کړی دئ، چې که ومنل شي او سوداګرۍ وزارت ته دغه بوديجه ورکړل شي، نو دوی به په خپله په مارکیټ کې مداخله وکړي او له سوداګرو سره به سالم رقابت ته لاره پرانیزي.
غازي خیل وایي، دا ګام به د وطن په مارکیټونو کې د موادو د بیو په را ټیټولو کې اغیزناک ثابت شي.
کابل ښاریان پر داسي مهال د کوچني اختر د را رسیدو په درشل کې په بازارونو کې د لومړنيو موادو او وچي مېوې د بیو له لوړېدو څخه شکایت کوي چې همدا اوس په بازارونو کې په کافي اندازه خوراکي مواد شته.
دغه مواد تر ډيره ځايه له ګاونډيو هيوادونو ایران او پاکستان څخه افغانستان ته واردیږي خو د وچي مېوې ډیره برخه له کورنیو محصولاتو څخه ده.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل