1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان: له ایران سره خبرې ناکامه شوي دي

۱۳۹۱ خرداد ۲۰, شنبه
https://p.dw.com/p/15BF3

د ملگرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان خبر ورکړی دئ چې له ایران سره په خبرو اترو کې کوم پرمختگ نه دئ شوی. د دغه نړیوال سازمان په وینا د ایران د اتومي دستگاو ته د دغه سازمان د پلټوونکو د ورتلو پر سر ایران سره هیڅ کومې موافقې ته نه دي رسیدلي.

د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان د پلټونکو مشر ویلي دي چې د راتلونکو خبرو اترو له پاره هم کومه نیټه نه ده ټاکل شوې. متحده ایالات، اروپا او اسرائیل شک لري چې ایران غواړي اتومې وسلې جوړې کړي. خو تهران بیا په دې خبره ټینگار کوي چې د دوی پروگرام د سوله ییزو موخو له پاره دئ.