1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ابدالي تیمورشاه د واکمنۍ د دورې څیړنه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱, جمعه

دویچه ویله (المان غږ) د افغانستان د معاصر تاریخ د دورو په اړه پرله پسي لیکنې خپروي. دغه لیکنې د افغان لیکوال استاد شهسوار سنگروال په قلم لیکل کیږي چې تاسو یې دویمه برخه لولئ.

https://p.dw.com/p/14i63

د احمد شاه دراني تر مړینې وروسته د ده تر ټولو کشر زوی چې سلیمان نومېده، د خپل خسر شاه ولي خان په ملاتړ په داسې حال کې چې د دراني احمدشاه بل زوی تیمورشاه د هرات حکمران وو د افغانستان پاچا شو.

د ابدالي احمدشاه د اتو زامنو په لړ کې تېمورشاه ځکه خپل ځان د پاچاهۍ وړ ګاڼه چې پلار یې دی په خپل ژوند کې خپل ولیعهد ټاکلی وو.

پوهاند عبدالحی حبیبي په خپل نامتو اثر «د افغانستان لنډ تاریخ» کې کښلي دي: «د احمدشاه بابا تر مړینې وروسته یې له اتو زامنو څخه کشر زوی شهزاده سلیمان د لومړي وزیر شاه ولي خان په زیار په کندهار کې پاچا شو. د ده مشر زوی تیمور ... سلیمان له تخته واچاوه او شاه ولي خان یې وواژه.»

ډاکټر ګنډا سنګ دا نه مني چې ګنې سلیمان کشر او تیمورشاه د احمدشاه بابا مشر زوی وو:

«احمد شاه په دې پوه شو چې ژوند یې نور پای ته رسېږي. خپل زوی تیمور شاه یې نایب او د سلطنت ځای ناستی اعلان کړ. دغه پرېکړه د ده سردارانو او د هغه مشر زوی سلیمان میرزا ته غیر عادلانه وبرېښېده.»
سر اولف کېرو بیا په «پټانز» نومي اثر کې کاږلي دي:

«د احمدشاه بابا پر ځای د ده زوی تیمورشاه پاچا شو. تیمورشاه تر ټولو مشر نه وو... تیمورشاه د نورو درانیو د لوړ رتبه خلکو په شان په پښتو ژبه نه پوهېده. دی په ۱۷۴۶ کال په مشهد کې زېږېدلی وو.»

د تیمورشاه د واکمنۍ لومړنۍ پېښه دا وه چې پلازمېنه یې له کندهار نه کابل ته ولېږدوله. هغه همداراز سردار پاینده خان د کندهار د درانیو مشر وټاکه او قاضي فیض الله دولت شاهي یې د دولت د وزیر په توګه وګماره.

تیمورشاه د شاه ولي خان له وژلو وروسته له بېلابېلو ګواښونو، غبرګونونو، او ستونزو سره لاس او ګرېوان شو. یو شمېر قومي مشرانو د تیمورشاه دغه کار وغنده. یو شمېر نورو شاه ولیخان د احمدشاه بابا یو نږدې خواخوږی ګاڼه. دریمه ډله کې داسې کسان هم ول چې خپل برخلیک یې د هغه وژلو ته ورته ګاڼه. دا ځکه چې تیمورشاه نه غوښتل چې قومي خانان او سیمه ییز مشران د افغانستان د مرکزي حکومت لپاره ګواښ وي.

نوموړي نه یوازې یو شمېر ځواکمن کسان بېواکه کړل بلکې د سردار جان خان په څېر نامتو جنرال یې هم ګوښه کړ چې په پای کې په ۱۷۷۷ زېږدي کال په فراه کې ومړ او زوی یې کریم خان، هم په سند کې وګواښل شو.

تېمورشاه په دې سربېره یو شمېر نوي کسان په نوي دندو وګمارل چې موږ نورمحمد خان بابري، میر هزار خان الکوزی، سدوزی فتح الله خان او نور د بېلګې په توګه یادولی شو.

د تیمورشاه دغه کارونه او دې ته ورته کړه د دې لامل شول چې یو شمېر مخور کسان د ده په وړاندې پاڅون وکړي.

لومړی پاڅون د سدوزي عبدالخالق خان وو. نوموړي چې د سند د مالیو د ټولولو له امله ډېره شتمنۍ تر لاسه کړې وه د کندهار ښار یې ونیو، او د کابل په لور روان شو (۱۷۷۴ زیږدیز کال) خو په ششګاو کې د خپلو ملګرو د بې وفایۍ له کبله ونیول شو او له منځه ولاړ.

له دې پېښې وروسته تیمورشاه یو شمېر نور ابدالي او غلجي سرداران هم یا ووژل یا یې تبعید کړل.

د پېښور او خیبر یو شمېر مشران هم د تیمورشاه پر وړاندې وپاڅېدل. د بېلګې په توګه فیض الله خان خلیل او ارسلا خان مومند چې تیمورشاه یې د پېښور بالاحصار کې کلابند کړ (۱۷۷۹ زیږدیز کال) خو ماته یې وخوړه او ټول د نوموړي له خوا ووژل شول.

همدا ډول په ۱۹۸۱ زیږدیز کال کې د سیکانو پاڅون او د ملتان نیول، په سند کې د میر فتح علي خان تالپوري او محمد بهاول خان بغاوت، د کشمیر د والي آزاد خان پاڅون، د بخارا د چارواکي شاه مراد معصوم برید او د مروې نیول، او په لسګونو نور لوی او واړه پاڅونونه د تیمورشاه د واکمنۍ پر مهال پېښ شول.

خو کوم څه چې ډېر مهم ول هغه د هندوستان په سهیل او ختیځ کې د انګریزانو پرمختګ وو چې ورو ورو یې د ختیځې کمپنۍ په مټ د خپل واک او ځواک لمن پراخوله.

خو تیمورشاه له دومره ستونزو سره سره د خپل پلرني هېواد څلور خواوې وساتلې. له کشمیر نه نیولې تر پنجابه پورې، له سند نه راواخله تر ملتانه پورې او همداراز له آمو تر خراسانه پورې يې خپل واک خوندي کړ.

تیمورشاه په ۱۷۹۳ زیږدیز کال په پېښور کې ناروغه شو، او په همدغه کال په کابل کې مړ شو.

استاد شهسوار سنګروال
کتونکی: مسعود جهش