1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان کابینې د مهاجرت نوي قانونونه تصویب کړل

۱۳۹۴ بهمن ۱۵, پنجشنبه

دغه نوي تصویب شوي قانونونه به آلماني چارواکو ته چانس ورکړي چې پناه غوښتونکي په سمه توګه مدیریت کړي. په دې بسته کې د کورنیو د یوځای کیدو ځنډول، د ادغام په بهیر کې د کډوالو مرسته او د نوو امنو هیوادونو نومونه شامل دي.

https://p.dw.com/p/1HpXR
Berlin Bundeskanzleramt Thomas de Maiziere Heiko Maas
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

یو تصویب شوی قانون مراکش، الجزاير او تونس د امنو هیوادونو په توګه مني او له دې سره آلماني چارواکو ته دا چانس ورکوي چې د دغو هيوادونو پناه غوښتونکي رد کړي. دا په هغه صورت کې کیدای شي چې پناه غوښتونکی و نه شي کولای چې داسې کافي شواهد وړاندې کړي چې هغه په خپل هیواد کې له تبعیض او یا هم ګواښ سره مخامخ دی.

د تصویب شوو قوانینو دا بسته همداراز د داسي مرکزونو د رامنځ ته کیدو وړاندیز کوي چې تر یوې مشخصې کتګوري لاندي راتلونکي ګډوال، چې له امنو هیوادونو څخه راغلي پناه غوښتونکي هم پکښې شامل دي، د خپل غوښتنلک د ځواب ترلاسه کولو پوري پکښې اوسیږي.

همداراز هغه کسان چې په آلمان کي دوهمه درجه محافظت ترلاسه کوي، تر دوو کلونو پوري نه شي کولای چې خپله کورنۍ راوغواړي.

د آلمان د مالیې وزیر ولف ګنګ شوبله، هغه غوښتنه چې کډوال باید د خپل ادغام په کورسونو کې خپله ونډه ادا کړي، هم د قوانینو په دې بسته کې شامله شوې ده. په دې ترتیب سره به کډوال د خپلو میاشتینو پیسو لس یورو د ادغام کورسونو ته ورکوي.

دا بسته آلماني چارواکو ته د دې چانس ورکوي چې په ۲۰۱۵م کال کې آلمان ته د یو میلیون رارسیدلو کډوالو له کبله رامنځته شوی وضعیت مدیریت کړي.

د کابینې تر تصویب وروسته به اوس د قوانینو دا بسته د آلمان پارلمان ته د بحث او تصویب په موخه واستول شي.