د آلمان کابينې نن پرېکړه وکړه چې د تورنادو کشافي الوتکو به افغانستان ته لېږي
۱۳۸۵ بهمن ۱۸, چهارشنبهاعلان
دغه ماموريت به د آلمان د حکومت په غوښتنه نه يوازې د افغانستان په جگړه ييز جنوب کې تر سره شي. د آلمان د دفاع وزير فرانڅ يوزف يونگ په وينا د افغانستان او پاکستان د گډې پولې په اوږدو کې وضع خرابه ده. اوس د آلمان د پارلمان پرېکړې ته اړتيا ليدله کېږي چې ښايي په مارچ مياشت کې به وشي. که دغه پرېکړه هم وشي ښايي چې ماموريت به په اپريل کې پيل شي. د تورنادو کشافي الوتکې د ناټو لخوا غوښتل شوي وو تر څو د طالبانو د اډو په هکله معلومات راټول کړي