1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پوځ له کلونو راهيسي په مالي کي دئ

محمد قاسم نوري (الکساندر)۱۳۹۱ اسفند ۱۰, پنجشنبه

په مالي کي د آلماني پوځ ماموريت زوړ تاريخ لري. د دغه هيواد عسکر له کلونو راهيسي په مالي هيواد کي د ځوانو عسکرو د روزني چاري پر غاړه لري. پر دې سربېره آلماني پوځ، دغه هيواد ته ډېر نظامي تجهيزات او سامان الات هم ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/17nkQ
Soldaten stehen am Montag (12.11.12) am Internationalen Flughafen in Kabul (Afghanistan) bei einem Besuch von Verteidigungsminister de Maiziere (CDU) neben einem Transportflugzeug Transall vom Typ C-160 (l.). Foto: Oliver Lang/dpa
Symbolbild - Bundeswehr in Afghanistanانځور: picture-alliance/dpa

د لوېديځي افريقا هيواد مالي له څو مياشتو راهيسي د نړۍ د عامه ذهنيت پام ځانته رااړولی دئ. د تېر کال په اخره کي لا داسي معلومېده چي اسلامي ياغيان کيدلاي سي له شمال څخه د مالي پر کمزوري پوځ باندي کاميابه سي او قدرت پخپل لاس کښي واخلي.

خو د دې کال د جنورۍ مياشتي په نيمايي کښي د فرانسې د مداخلې په نتيجه کښي بدلون راغلی دی. خو اوس د فرانسې نظامي رول په کراره کرار سره د لوېديځي افريقا اقتصادي اتحاديه، ايکوواس پرغاړه اخلي. په عين حال کي اروپايي ټولنه غواړي د مالي پوځ ته نظامي تريبه ورکړي او غښتلي يې کړي.

په دې جريان کي اروپايي ټولنه کولاي سي د آلماني پوځ د کلونو کلونو پر تجربو باندي حساب وکړي، په دې خاطر چي آلماني عسکر له څو کلونو راهيسي په مالي کي ماموريت لري. له دغه ماموريت څخه په جرمني کي لږ خلک خبر دي.

د جرمني د دفاع وزارت يوه افسر چي نه يې غوښتل نوم يې واخيستل سي، له دويچه ويلي سره د يوې پوښتني په جواب کي وويل چي د ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۲ ميلادي کال د اپريل تر نا آراميو پوري په مالي کي په مسلسل ډول د آلماني پوځ يو مشورتي ګروپ فعاليت کاوه:

«موږ د مالي هيواد له پوځ سره مرسته کوو چي ورته د ځوانو عسکرو يوه قطعه وروزو، چي اوس به د لوېديځي افريقا د اتحاديي-ايکوواس د نظامي عملياتو د قطعې يو جز وګرزي. سربيره پر دې موږ هلته د ساختماني او ميخانيکي کارو يو مسلکي تعليمي مرکز هم جوړ کړی دئ.»

دغه افسر له اوله سره په مالي کښي د آلماني پوځ د ۷ نفره ټيم مشري پرغاړه درلوده. دغه ټيم د ۲۰۱۲ کال په اپريل کښي د نا آراميو تر شروع کيدو وروسته په مالي کښي خپل فعاليت ختم کړ، خو د ۲۰۱۳ کال په فبرورۍ کښي بيرته د دغه هيواد په پايتخت بماکو کښي خپل فعاليت ته ادامه ورکړه.

دغه افسر وايي چي په ۲۰۰۵ کال د مالي پوځ د نظامي مقرراتو سره سم نه تربيه او نه هم سم تجهيزات درلودل. د دوی په ورتګ او سامان الاتو په ورکولو سره په کرار کرار د ځوانو عسکرو يوه قطعه تربيه او جوړه سوه.

د جرمني حکومت اوس غواړي په مالي کښي خپل دغه فعاليت ته ادامه ورکړي. د اروپايي ټولني د روزنيز پروګرام په چوکاټ کښي به د آلماني پوځ۴۰ تنه منسوبين بيا هم د مالي ځوان عسکر وروزي. د جرمني د آزادو ديموکراتانو FDF د نظامي مسايلو کارپوهه ايلکه هوف پدې اړه وايي:

«موږ د مالي ځوان عسکر وروزل او بيا به هم دې کارته ادامه ورکړو، ځکه چي همدا د ځوانو عسکرو کار او فعاليت په داسي يوه هيواد لکه مالي کښي ډيراهميت لري. د نورو تر څنګ خبره پردې باندي ده چي د ماينونو د ښخيدو ځايونه پيدا او يا لاري او پلونه جوړ سي.»

خو د آلماني پوځ منسوبين په مالي کښي د يوه اوږده ماموريت اټکل کوي. د جرمني د پارلمان وکيله ايلکه هوف هم ګومان کوي چي دا لار به ډيره اوږده وي. دې په دې وروستيو وختو کښي مالي، نايجر او الجزاير ته سفرونه کړي دي او حالات يې له نژدې څخه ليدلي دي.

دا وايي چي د مالي د شمال د دوامداره شخړي په موضوع کښي خبرو اترو او ډيالوګ ته ضرورت سته او يوازي په دې ډول کيدلاي سي د مالي په شمال کښي وضع آرامه او بحرن پاي ته ورسيږي.