د آلمان پوځ خپل موټران په افغانستان کې د اخلالولو په وسايلو سمبالوي
۱۳۸۵ بهمن ۱۳, جمعهاعلان
ويل کېږي چې دغه دستگاوې به په «ولف» ډوله موټرو کې ولگول شي، چې د گزمې په وخت کې ترې کار اخېستل کېږي. دغه د اخلالولو وسايل کولای شي چې د رموټ کنترول بمونو د انفجار مخه ونيسي.
د ورځپاڼې په قول د دغو دستگاو نه موجوديت په ځينو رپوټونو کې غندل شوي وو او داسې ويل کېدل چې د ډېرو بريدونه مخه ښايي نيول شوې وای که دغه وسايل لا پخوا په اختيار کې وای. د دفاعي چارو وزير زياته کړه چې ځينې دغه راز وسايل هم په افغانستان او هم په آلمان کې تر ازمايښت لاندې دي. د موټرو سمبالښت ښايي چې سږ کال پيل شي.