د آلمان پوليسو يو کس له طالبانو سره د لاس لرلو په تور نيولی
۱۳۹۴ آذر ۳۰, دوشنبهد جرمني فدرالي پوليسو د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۲۱مه) ويلي دي چي يو ۲۶ کلن ځوان چي آلمانی تابعيت لري، د جمعې په ورځ د برلين په تيگل هوايي ډگر کي د بيرته راتگ پرمهال نيولی دئ.
د آلمان څارنوالۍ نن په کارلسروهه کي ويلي دي چي دغه کس د ۲۰۱۲م کال د يوه حکم پر اساس نیول سوي دئ. پر هغه باندي تور دئ چي له «آلماني طالبانو» سره يو ځای سوی وو.
دوی ويلي چي طالبان داسي يو هدف تعقيباوه چي په افغانستان کي داسي يو سيستم جوړ سي چي يوازي او يوازي د شريعت پر بنسټ ولاړ وي.
د آلمان څارنوالۍ د معلوماتو له مخي دغه کس د ۲۰۰۹م کال په نوامبر او ۲۰۱۰م کال په فيبروري مياشت کي د دغي ډلي د يوه غړي په توگه د افغانستان او پاکستان په سرحد کي وخت تير کړی.
ويل سوي دي چي هغه هلته د تروريستانو د روزني په یوه کمپ کي زده کړي کړي او د يوې تبليغاتي ويډيو په جوړولو کي ئې ونډه لرله.
څارنوالۍ دغه راز ويلي دي چي دغه ځوان د دغي ډلي له نورو غړو سره تر شخړي وروسته د يادي ډلي له غړيتوبه وتلی دئ. ويل سوي دي چي د۲۰۱۰م کال په اپريل مياشت کي د دغي ډلي د څو مخکښو غړو تر وژل کېدو وروسته دغه ډله دړي وړي سوه.