د آلمان په ځینو برخو کي اعتصاب دوام لري
۱۳۹۰ اسفند ۱۸, پنجشنبهاعلان
په آلمان کي اعتصاب د بایرن او هانوور په شاوخوا کي خپل دوهم پړاو ته ورداخل شو. په هانوور کي چي اوس مهال د کمپیوټر نندارتون هم پرانیستل سوی دئ پولیس په عمومي ترانسپورت کي د سختو بې نظمیو څخه خبر ورکړی دئ.
ټول سوویسونه او اورگاډي په ټپه ولاړ وي. یوازی به د نندارتون د لیدونکو له پاره خاص لوی موټرونه په حرکت کي وي. د صنفی اتحادیو په حواله به د پنج شنبې په ورځ د دغه نندارتون ۲۰ زره ننداره کوونکي له دغه اعتصاب څخه زیانمن سي.
خو د بایرن په ایالت کي به سرویسونه او ریلونه ولاړ نه وي، بلکي په وړکتونونو او د عامه خدماتو په برخه کي به اعتصابونه رامنځته سي. په آلمان کي د عامه خدمتونو د سکتور کارکوونکي غواړي چې د هغوی معاشونه لوړ شي.