1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په پوځ کې د بې پیلوټه الوتکو کارونه

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۲ فروردین ۹, جمعه

په جګړو کې د بې پیلوټه الوتکو نقش د وخت په تیریدو سره د ډیریدو په حال کې دی. آن د آلمان د پوځ له پاره هم خو د هغو کسانو له پاره چې دغه الوتکې د لیرې څخه کنترولوي یو ستونزمن کار دی.

https://p.dw.com/p/186ie
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د پوځ یو افسر کارستېن اېندمن Carsten Endemann درې کاله په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو د پیلوټ په توګه دنده ترسره کړې ده. نوموړي په دغه برخه کې په اسرائیلو کې مسلکی زده کړې کړې دي. په افغانستان کې د ماموریت پر وخت به هغه له یوه کانتینر څخه بې پیلوټه الوتکې اداره کولې.

ایندمن وایي چې دغو بې پیلوټه الوتکو به استخباراتي معلومات راغونډول او له هغو سیمو څخه به یې ویدیوگانې ډکولې چې شک کیده یاغیان په کې میشت دي. دغه ګمان یا شک به د همدغو بې پیلوټه الوتکو په مرسته په تقین بدلیده ځکه د ایندمن په خبره «د بې پیلوټه الوتکو له خوا په اخیستل شویو انځورونو کې تر یوه حده پورې د وسلو انتقال ښکاریده.» دغه افسر وایي چې آلماني گزمو به یو ډول فشینګونه هوا ته توغول ترڅو یاغیان پوه شي چې هغوی لیدل شوي دي.

رواني فشار، اخلاقي مصیبت

هغه څه چې د مانیتور یا د کمپیوتر د صفحې پر مخ ښکاري یوې لوبې ته ورته دي چې په ورځنۍ جګړه کې یو ډیر سخت کار بلل کیږي. د کارستن ایندمن په شان یو باتجربه پیلوټ په دې خبره ډیر ښه پوهیږي. هغه وایي: «د پردې پر مخ چې دغه کسان اوس زه راهنمایي کوم، تیر ماښام مو په ګډه سره خبرې کړې دي.» که چیرې هغوی په جګړه کې ټپیان شي نو سړی تر ډیر روحي فشار لاندې راځي.

په داسی حال کې چې آلمان بې پیلوټه الوتکې یوازې د اکتشافي ماموریتونو له پاره کاروي، امریکا متحده ایالات له ۲۰۰۱ کال راهیسې له دغو الوتکو څخه چې په وسلو سمبال دي په جنګي ماموریتونو کې هم کار اښلي.

د آلمان د پادربون په پوهنتون کې د تخنیک په برخه کې فلیسوفه یوتا ویبر «Jutta Weber» د اتوماتیکې شوې جګړې په اړه څیړنه کوي. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې دې وضعیت ته په انتقادي سترګه ګوري او وایي: «یوازې پوځ نه، بلکې استخبارات هم په هغو هیوادونو کې چې خوندي فضایي سیستم نه لري د هدفی وژنو له پاره له بې پیلوټه الوتکه څخه استفاده کوي، پرته له دې چې په دې اړه د یوې محاکمې حکم صادر شوی وي.»

د ډاکټرانو د سولې سازمان یا «Medact» په حواله له ۲۰۰۱ کال راهیسې په پاکستان، سومالیه او یمن کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونوکې له۳۰۰۰ څخه تر۴۵۰۰ پورې انسانان وژل شوي دي.

تر اوسه پورې د آلمان پوځ له «Heron 1» ډوله بې پیلوټه الوتکې څخه استفاده کوي. آلمان د اسرائیلو له یوه تسلیحاتي شرکت IAI څخه درې اکتشافي بې پیلوټه الوتکې په کرایه رانیولې دي او له ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان کې په پوځي ماموریت کې شاملې دي. «Heron 1» ډوله بې پیلوټه الوتکې په داسې کمرو سنبالې دي چې د شپې په تیاره او د ورځې په رڼا کې عکاسي کولای شي او تر ۱۸ ساعتونو پورې په هوا کې پاتې کیدای شي.

د ۲۰۱۴ کال په مني کې له اسراییلي شرکت سره د دغه بې پیلوټه الوتکو قرار داد پای ته رسیږي. ویل کیږی چې د متحده ایالاتو د« Predator» به په نوم جنګي بې پیلوټه الوتکې د «Heron 1» ډوله بې پیلوټه الوتکو ځای ونیسي.