1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په پارلمان کي د افغانستان پر موضوع باندي تاوده بحثونه وسول

۱۳۸۷ تیر ۶, پنجشنبه

مخالفو ګوندونو شټاين ماير ته پېغور ورکړی چي ځني ربړي پټوی او د بيا رغوني پر اهدافو باندي سمه رڼا نه اچوي

https://p.dw.com/p/ERHx
د جرمني پارلمان د افغانستان پر موضوع باندي د بحث په حال کي
د جرمني پارلمان د افغانستان پر موضوع باندي د بحث په حال کيانځور: AP

د جرمني په پارلمان کي افغانستان ته د نورو عسکرو د لېږلو پر موضوع باندي ډير تاوده بحثونه وسول چي يو شمېې ګوندونو يي د لېږلو سره موافق او يوشمير بيا مخالف دي.

د آلمان دبهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير دافغانستان په بياودانولو کي دپرمختګونو ستاينه کړې او ويلي يې دي چي هر څاه، هرښوونځی، اوهر کيلومتر سړک په بياودانولو کي دپرمختګ مانا لري.

ده ويلي دي چي په دې تيرو اووکالوکي ډير پرمختګونه سوي دي، خو تراوسه هم دغه هيواد دبهرنيوهيوادونو له مرستي څخه صرف نظر نسي کولای.

دی وايي: هغه څوک چي افغانستان پېژني هغه پوهيږي چي،ددې هيواد بيارغونه به اوږده موده دوام وکړي، اودغه هيوادبه اوږده موده پوځي مرستي ته هم اړتيالري، ځکه چي پرته له امن اوډاډه چاپېر يال څخه به ملکي بيارغونه پر مخ ولاړه نسي. او یا که په بل ډول ووايو: هلته چي امنيت نوي بيره راپيداکيږي اوهلته چي ډار حاکم وي هلته هيلي مړې کيږي . خو د آلمان په مرکزي پارلمان کي دکيڼ لاسو د ډلي مشر اوسکار لافونتين په بله عقيده دی او وايي: په داسي هيوادکي چي جګړه پکښي حاکمه وي،اوپه زرهاوو تنه پکښي مړه کيږي، او داخبره چي ممکن ډار بيا حاکم سي ښه يي چي:تاسي په هغه هيواد کي د واقعت د ليدلو څخه غاړه غړوی. مخالفوګوندونو شټاين مايرته پېغور ورکړی چي، ځني ربړي پټوی، اودبيارغوني پر اهدافو باندي په کافي اندازه رڼا نه اچوی.

د جرمني په پارلمان کي د کيڼ لاسو د ګوند استازي اوسکار لافونتي او جورج ګيزي
د جرمني په پارلمان کي د کيڼ لاسو د ګوند استازي اوسکار لافونتي او جورج ګيزيانځور: AP

مخالفو ګوندونو ويلي دي چي دافغاني پوليسو او عسکرو لروزنه ډيره ورو ورو روانه ده. او د مخا لفو ګوندونو ډيرو وينا کونکو پر دې باندي نيوکي وکړې چي، دآلمان حکومت له يوې خوادملکي بيارغوني اهميت ډير بولي ، اوله بلي خوا غواړي چي مني ته په افغانستان کي دآلماني پوځ دشمېر کچه 4500 ته لوړه کړي . پداسي حال کي چي يوازي دوه سوه آلماني ملکي مرسته کونکي په افغانستان کي دي. د مسيحي ډيموکرات ګوند دغړی اندرياس شوکنهوف په نظر به ترهغه پوري چي افغانان پخپله دخپل هيواد مسوليت په غاړه واخيستلای سي ډيرکلونه به تير سوي وي. دی د افغانستان تر ټولو ستر ي ستونزي، دمخدره موادو په توليد، رشوت اواختلاس،اوپه خرابي امنيتي وضعي کي ويني.

دی وايي: دابه معلومه سي چي آيا موږ تر 2013 کاله پوري سياسي مسوليت دافغانستان د حکومت پر غاړه وراچولای سو اوکه نه . په هر حال دا زموږ هدف دی، ددې مانا داده چي موږ بايد په دې راتلونکو پنځوکالو کي حتماً نور پرمختګونه هم وکړو.

د آزاد ديموکرات ګوند پردې باندي نيوکه وکړه چي، د آلمان حکومت تراوسه په دقيق ډول دې ته دلايل ندي ويلي چي ولي تر زرو عسکرو پوري نور افغانستان ته استوي، سربيره پردې دپارلمان غړيو ته پدې اړه په کافي اندازه معلومات ندي ورکړل سوي چي، دشمالي اطلس دفاعي تړون په افغانستان کي دکومي ستراتيژۍ تعقيبول په پام کي لري.