1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په پارلمان کي د افغانسان په اړه تاوده بحثونه روان.

۱۳۸۶ شهریور ۳۰, جمعه

د Neue zürcher Zeitung په نامه سويسۍ آلماني ژبي ورځپاڼي پخپله ننۍ گڼه کي د آلمان په اتحادي پارلمان کي د افغانستان د مسالې په هکله په پارلماني مشاجرو باندي تبصره کړې.

https://p.dw.com/p/DKHW
په آلمان کي عامه افکار او ددې هيواد سياسي گوند ونه د پوځي مسايلو په هکله د نظرونو توپير سته
په آلمان کي عامه افکار او ددې هيواد سياسي گوند ونه د پوځي مسايلو په هکله د نظرونو توپير ستهانځور: picture-alliance/dpa
ورځپاڼه ليکي چي په آلمان کي د بهرني سياست د هيځ يوې بلي موضوع په اړه ددغه هیواد په پارلمان کي د ونه تودې مشاجرې او جروبحثونه ندي سوي لکه د افغانستان د مسالې په اړه .
که څه هم چي په افغانستان کي د آلماني عسکروشمېر محد ود دی او په نسبي ډ ول سره په تيرو پنځو کلونو کي د د وی ځاني تلفات هم د ومره ډ ير ندی، خو اصلي خبره په دې کي ده چي په آلمان کي عامه افکار او ددې هيواد سياسي گوند ونه د پوځي مسايلو په هکله د نظرونو توپير سته.
ورځپاڼه د غه راز ليکي چي د آلمان ډيری وگړي په دې باور دي چي د ناټو تر قوماندې لاندي کوم آلماني عسکر چي د افغانستان په شمالي ولايتونو کي دي ډ ير ښه کار کوي، په داسي حال کي چي امريکايي، بريتانوي او يا کاناډايي عسکر چي د افغانستان په سويلي سيمو کي دي هغوی پخپلو چارو کي لکه څنگه چي ښايي هغسي برياليتوبونه نلري.
له بله پلوه په فغانستان کي د آلماني عسکرو د عملياتو سره مخالفتونه په هغه هيواد کي د امريکايي ضد فکرونو سره هم تړاو لري.