د آلمان پخوانی ولسمشر، ریچارد فون وایڅسیکر مړ شو
۱۳۹۳ بهمن ۱۱, شنبهد پخواني ولسمشر دفتر خبر ورکړ چې د آلمان پخوانی ولسمشر، ریچارد فون وایڅسیکر نن (شنبه د ۲۰۱۴ کال د جنوري ۳۱مه) په ۹۴ کلنې په برلین کې مړ شوو.
ریچارد فون وایخیسکر د آلمان یو ځانگړي سیاسی او دولتي شخصیت ؤ. د آلمان په ولسمشرانو کې هغه بی ساری گنل کیږي.
وایڅیسکر په ۱۹۲۰ کال په شتوت گار کې دنیا ته سترگی وغړولی. هغه د آلمان یوې مشهوری پوهی او علمی کورنی پوره اړه لري. د یو ځوان مدافع وکیل په توگه هغه د نورینبرگ په محکمه کې د خپل پلار چې په دوهمه نړیواله جگړه کې په جنگی جنایاتو تورن ؤ، دفاع وکړه.
وایڅسیکر مخکې له دې چې د آلمان ولسمشر شی، د ۱۹۸۱ کال څخه تر ۱۹۸۴ کال پورې د پخواني « لویدیځ برلین» د ښاروال په توگه دنده تر سره کوله. په ۱۹۸۴ کال کې هغه د آلمان د فدرالی جمهوریت د ولسمشر په توگه وټاکل شوو.
وایڅسیکر په ۱۹۵۴ کال د آلمان د مسیحی دیموکرات چې اوس مشرې د صدراعظمې انگلا مرکل په غاړه ده، غړیتوب تر لاسه کړ. هغه له ۱۹۶۶ کال څخه تر ۱۹۸۴ کال پورې مخکې له دی چې د ولسمشر په توگه وټاکل شي، د نوموړي گوند د اجرائیه کمیتې غړی ؤ.
د خپل گوند د خوښی په خلاف هغه د سوسیال دیموکرات د پخواڼي صدراعظم ویلی برانت د ختیځ تړونو څخه چې هدف د تشنج ضد سیاست ؤ، ملاتړ وکړ. وایستکر خپل ویل چې «هغه هیڅکله په یوه گوند پوری ځان تړلی نه گانه. »
د ولسمشر په توگه د وایڅسیکرهغه یوه وینا چې د ۱۹۸۵ کال د می په اتمه د دوهمی نړیووالۍ جگړې د پای د څلویښتمې کالیزې په مناسبت ېې وړاندی کړه، له نړیوال هرکلي سره مخامخه شوه او هغه ته د آلمان په سیاست کې د یو نړیوال منل شوي رښتني شخصیت په توگه وکتل شول په دغې وینا کې ولسشمر وایڅسیکر «په اروپا کې د بریالیتوب ورځ» چې انگلیسی مخفف یی «VE Day» د «د ناسیونال سوسیالیزم له استبداد څخه د بشریت د آزادی د ورځې» په توگه یاده کړه.
کله چې د ۱۹۹۰ کال د اکتوبر په دریمه په ختیځ کې د «آلمان دیموکراتیک جمهوریت» په لویدیځ کې د «آلمان له فدرالي جمهوریت» سره یو ځای شوو، وایڅسیکر د «فدرالی جمهوریت» ولسمشر ؤ او د یووالی سره هغه د ټول آلمان د ولسمشر وگرځید. په خپلو وروستیو کلونو کې هغه په یو شمیر سیاسی او خیریه سازمانونو کې فعال پاتی شوی دی.