د آلمان پارلمان په افغانستان کی د تورنادو د الوتکو له پلان شوی عملياتو څخه ملاتړ کوی
۱۳۸۵ بهمن ۳, سهشنبهد گوندونو استازو په یوه پارلمانی غونډه کی خبری وکړی او د خپلو گوندونو دریځ ئی روښانه کړ. . پرته له کین اړخو استازو څخه نورو ټولو په دې اړه خپله خوښه څرگنده کړه. د مسیحی دیموکرات د گوندCDU د بهرنیو چارو د جرگه گی رئیس، روپ رشت پولینز وویل، دی باور لری چی په افغانستان کی د تورنادو د الوتکو پلان شوی عملیات به د پارلمان د یو غوڅ اکثریت سره تائید شی او په دی ډول به د هغو عملیاتولپاره یوه قانونی لاره اواره شی.
د تیر میلادی کال په پای کی ناتو د آلمان له حکومت څخه د دا ډول مرستی لپاره غوښتنه وکړه. له هغه وخت څخه را په دی خوا د آلمان سیاسی گوندونه په دی هکله بحث کوی چی آیا دا ډول مرسته په افغانستان کی د آلمان د پوځی ماموریت یوه برخه ده که نه.
په افغانستان کی د آلمان د پرمختللو کشافی الوتکو تور نادو څخه د احتمالی کار اخیستنه د حکومت او مخالفونو گوندونو تر مینځ یوه شخړه ایزه موضوع گرځیدلی. تورنادو په ډیرو پرمختللو څارونکو کمرو سره سمباله ده چی له دوه زرو لوړی ارتفاع څخه کولای شی حتی د سگرتو یو کوتئ هم وپیژنی. شخړه په دی باندی ده چی آیا د دی الوتکو په کار اچول په افغانستان کی د آلمان د پوځی ماموریت یوه برخه گنله کیدای شی که نه. د آلمان د سوسیال دیموکرات د گوند SPD د پارلمانی ډلی مشر پیتر شتروک چی پخوا د دفاع وزیر ؤ، په دی هکله کوم څرگند ځواب نه لری. هغه وائی:
“ که څه هم له حقوقی لحاظه سړی کولای شی ووائی چی په پخوانی قانونی صلاحیت کی دا ډول پوځی مرسته شامله ده، خو د لا وضاحت او د عسکرو د امنیت د خوندی ساتنی لپاره غوره ده چی د یوی نوی قانونی صلاحیت پریکړه وشی”
د ناتو له غوښتنی سره سم، دا چی شپږ تور نادو الوتکی په افغانستان کی پوځی ماموریت به تر سره کوی، څه ناڅه یقینی خبره ده . خو بیاهم د دآلمان دفاع وزیر، پیتر یونگ هڅه لری چی د آلمان د دولت له خوا په دی ډول یو اقدام څیړنه وشی.. دغه ډول څیړنه کیدای شی چی د ناتو د جنور ی د 26 نیټی غونډی پوری سرته ورسیږی او پریکړه وشی.
پیتر یونگ په دی اړه وویل :
“ مونږ په دی اړه بحث کوو او په یقین سره چی داسی یوه پریکړه به وشی چی د آلمان پارلمان ، بوندیس تگ، به هم په کی برخه ولری.”
په حقیقت کی د آلمان د تورنادو د الوتکو عملیات یو ډول قانونی لانجه له ځان سره لری. په اوسنی وخت کی آلمانی عسکر د افغانستان په شمال کی چیرته چی په نسبی توگه امن ټینگ دئ، ماموریت تر سره کوی. تورنادو باید د افغانستان په جنوب کی، چیرته چی بریتانوی او امریکائی عسکر په عملیاتو بوخت دی، د طالبانو په مرچلو باندی باید څارنه وکړی.
د آلمان د گروین یا شنو نومو د گوند استازی، فریتز کون Fritz Kuhn په نظر دا ډول عملیات د آلمان د پارلمان له خوا د یوی نوی قانونی صلاحیت غوښتنه کوی. هغه وویل:
“ یا به په دی موضوع باندی په پارلمان کی بحث کیږی، که نه نو مونږ مجبور یو چی په کارلز روهه کی د آلمان د اساسی قانون محکمی ته موضع وړاندی کړو.”
همدا راز د آلمان د آزاد دیموکرات گوند، اف دی پی هم شک لری چی د آلمان اوسنی قانونی صلاحیت د تورنادو د عملیاتو لپاره بسیا وکړی.
دغه گوند وائی، که چیری پارلمان د داسی عملیاتو لپاره پریکړه هم کوی، د هغه وخت او موده باید محدوده وی.