1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پارلمان د یونان د مرستو پلان تایید کړ

۱۳۹۴ تیر ۲۶, جمعه

د آلمان فدرالې شورا یا بوندستک له یونان سره د مالي مرستو پر سر د خبرو اترو پیلیدو ته مثبته رایه ورکړه. په دې ترتیب سره ۴۳۹ استازو مثبتې او ۱۱۹ تنو نور بیا منفې رایې وکارولې.

https://p.dw.com/p/1G0g6
انځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz

د آلمان فدرالې شورا یا بوندستګ د جمعې په ورځ په قوي اکثریت سره دا خبره تایید کړه چې دغه هیواد دې له یونان سره د مالي مرستو پر سر خبرې اترې پیا پیل کړي. پر دې موضوع په ترسره شوې رای اچوونه کې ۴۳۹ استازو مثبتې او ۱۱۹ تنو نورو بیا منفې رایې وکارولې. پر دې سربیره ۴۰ نورو استازو د خپلو رایو له کارولو څخه ډډه وکړه.

تر دې مخکې هم داسې اټکل کیده چې بوندستګ به له یونان سره د آلمانۍ صدراعظمې انګلا میرکل د مرستو د پلان ملاتړ وکړي خو بیا هم تر رایې اچونې مخکې پر دې موضوع باندې تود بحث وشو. پخیله د میرکل په ګوند کې هم یو شمیر کسان د مرستو د دغه وړاندیز مخالف دي.

تر رایې اچوونې مخکې د میرکل د مسیحې دیموکرات اتحاد شاوخوا ۵۰ تنو استازو ویلي وو چې غواړې دغه وړاندیز ته منفې رایه ورکړي. د مرستو د نوي پلان له مخې به مرسته کوونکي یونان ته ۸۶ میلیارده یورو نوي پورونه ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې دغه هیواد لا وختي ۲۴۰ میلیارده یورو مرستې ترلاسه کړي دي.

آن د میرکل د کابینې د مالیې وزیر ولفګنګ شویله د میرکل د نظر خلاف خبرې کړې دي. هغه تر دې مخکې وړاندیز کړی وو چې یونان دې په موقتي توګه د پنځو کلونو له پاره د یور له حوزې څخه ووځي. خو پر دغو څرګندونو سربیره هم هغه د جمعې په ورځ د بوندستګ له استازو څخه وغوښتل چې د یونان د مرستو وړاندیز ته مثبته رایه ورکړي.

په بوندستګ کې د بحث په پیل کې میرکل له یونان او د دغه هیواد له خلکو سره د اروپايي ټولنې د یووالي له پاره غږ وکړ او له استازو څخه وغوښتل چې د مرستو د وړاندیز له تاییدولو سره د یونان لاس ونیسي چې له کړکیچ څخه د یوه قوي هیواد په توګه راووځي. هغې وویل: «زه پوهیږم چې د تاسو له ډلې څخه ډیر شمیر شک لري چې آیا دا سمه لار ده او یا دا چې یونان به د دې توان ولري چې د تل له پاره پر دې لاره روان ووسي. هیڅوک هم باید دغه شکونه رد نه کړي. خو زه پر یوې خبرې ډاډه یم چې که موږ دغه لار و نه آزمویو نو موږ به بې پروایي او آن بې مسوولیتي کړې وي.»

د آلمان د ماليې وزیر ولفګنګ شویبله، هم دغه پلان د یوه ډیر سخت کار ترسره کولو له پاره وروستۍ هڅه وبلله. پر شویبله باندې د یونان پر وړاندې د یوه سخت دریځ د نیولو له کبله د کین اړخو له خوا سختې نیوکې هم شوې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب