د آلمان پارلمان د افغانستان نوی ماموريت تصويب کړ
۱۳۹۳ آذر ۲۸, جمعهد آلمان پارلمان د پنجشنبې په ورځ ناوخته (۲۰۱۴م کال د دسمبر۱۸مه) په اکثريت سره په افغانستان کي د خپل لښکر نوی ماموريت تصويب کړ. د دې ماموريت په حق کي ۴۷۳ استازو ، په مخالفت کي ۱۰۲ او ۱۸ ممتنع رايي ورکړي دي.
د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ مياشتي له لومړۍ نېټې څخه په افغانستان کي د ناټو په مشرتوب نوی ماموريت پيليږي، چي موخه ئې د افغان امنيتي ځواک روزنه او هغوی ته سلا مشورې دي.
د آلمان د دفاع وزيري اورزولا فون ديرلاين پارلمان ته وويل: «نوی ماموريت جنگي نه دئ.» هغې زياته کړه: «دغه ماموريت تر ډېره ځايه افغان امنيتي ځواک ته د هدفمنو سلا مشورو له پاره دئ.»
فون ديرلاين پارلماني استازو ته د افغانستان په پلوي خبري کولې او وويل، چي دغه هيواد کي د وروستيو تاوتريخوالي سره سره «د ښې راتلونکي چانس لري».
بله خوا بيا د آلمان د پرمختيايي چارو وزير گرد مولر له «نوردويست» ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي، چي که اړتيا وه، تر ۲۰۱۷م کال وروسته بايد په افغانستان کي د آلماني پوځ ماموريت وغځول سي.
هغه زياته کړې ده: «له طالبانو سره د جنگ پای لا نه تر سترگو کيږي.» که موږ اوس ناببره له افغانستان څخه ووځو نو د وروستيو کلونو برياوي به مو له خاورو سره خاوري سي. «نو موږ بايد انعطاف پذيره و اوسو.»
د آلمان لښکر به د دغه نوي ماموريت «پريکړنده ملاتړ» په چوکاټ کي هم د افغانستان د شمالي برخي مسئوليت پرغاړه ولري. پر دوی سربيره به ۲۰ نور هيوادونه هم په افغانستان کي فعاليت ولري.
د «پريکړنده ملاتړ» ماموريت په چوکاټ کي به نزدې ۱۲۰۰۰ عسکر برخه ولري، چي شاوخوا ۱۰۰۰۰ به ئې د امريکا متحدو ايالاتو وي.
د ناټو جنگي ماموريت د روان مېلادی کال د دسمبر مياشتي پر ۳۱مه نېټه پای ته رسيږي. د دغه ۱۳ کلن ماموريت ځای د جنورۍ مياشتي پر لومړۍ نېټه نوي ماموريت «پريکړنده ملاتړ» نيسي.