1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني استازو ته له اینجرلیک اډې څخه د لیدنې اجازه ورکړل شوه

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ شهریور ۱۸, پنجشنبه

د جون میاشتې راهیسې ترکیه د آلمان پارلماني استازو ته له اینجرلیک هوایي ډگر څخه لیدنې اجازه نه وکوي. په دغه ځای کې آلماني سرتیري په یوه ماموریت کې برخه لري. اوس انقرې شین څراغ ورکړی، ښایي استازي په اکتوبر کې سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/1JyRD
انځور: Bundeswehr/Falk Bärwald/dpa

د دغې شخړې شالید د آلمان د پارلمان یا بوندستاگ له لوري د ارمنیانو په تړاو یوې اعلامیې ته ورگرځي. په دغه اعلامیه کې د عثماني امپراتورۍ پر مهال د ارمنیانو وژنه د یو «قتل عام» په توگه غندل شوې وه. پر دغه گام انقرې سخته نیوکه کړې وه.

د دې په تعقیب د اینجرلیک په هوایي ډگر کې د ناټو اډې ته د آلمان د پارلماني استازو پر سفر بندیز، په غیر رسمي توگه د ترکي حکومت د لوري د پارلمان د دغه چلن پر وړاندې د غچ اخیستلو په توگه انگیرل کیده. د آلمان د بیلابیلو گوندونو د دفاعي چارو پوهانو غوښتنه کوله که چیرې ترکیه دغه بندیز لیرې نه کړي نو له دغې اډې څخه دې آلماني سرتیري راوایستل شي.

شتاین مایر د دغه گام هرکلی کړی

په دغه شخړه کې وروسته له هغې خوځښت رامنځ ته شو چې څو ورځې تر مخه د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل حکومت په عامه محضر کې وویل چې د آلمان حکومت داسې فکر نه کوي چې دغه اعلامیه الزامي بڼه لري. د آلمان اپوزیسیون دغه گام د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر وړاندې د ضعف د یوه زیگنال په توگه وارزاوه.

د سه شنبې په ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د «وېلت» په نامه له آلمانۍ ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې د دې زیگنال ورکړی وو چې ترکیه د سفر بندیز لیرې کولو ته چمتو ده.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، د انقرې د دریځ د بدلون په هکله خوښي څرگنده کړې ده: «زه د دې هرکلی کوم چې د ترکیې حکومت د آلمان د پارلمان د دفاعي چارو جرگه گۍ د سفر پلان تائید کړی دی.» هغه ویلي دي چې د ترکیې د حکومت په دغه گام سره دوی یو گام پرمخ تللي دي.

په اینجر لیک کې اوس مهال ۲۵۰ آلماني سرتیري ځای پر ځای دي. هغوی د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش پر ضد له هوایي بریدونو څخه له یوه اکتشافي ماموریت سره ملاتړ کوي.