د آلمان وګړي کومي اجباري دندې لري؟
د آلمانیانو له پاره په ټاکنو کې ګډون کول اجباري نه دي، خو هغوی مجبوره دي چې په ژمي کې خپلو موټرو ته ژمني ټایرونه واچوي. هغه کارونه چې د آلمان وګړي یې باید وکړي کوم دي؟ دلته یې له انځورونو سره وګورئ.
په آلمان کې ډیر کارونه اجباري نه دي، د بیلګې په توګه په ټاکنو کې د رایې کارول. خو ډیرو هغه کارونه چې د وګړو له امنیت سره تړلي دي، اجباري دي. د بیلګې په توګه ټول آلمانیان باید په بیړنیو حالاتو کې لومړنۍ مرستې وکړي. پر دې سربیره هغوی مجبوره دي چې د پیښې د سیمې امنیت ټینګ کړي، د خطر اعلان وکړي او له ټپیانو سره مرسته وکړي.
د آلمان د قوانینو له مخې که یو څوک د اړتیا په صورت کې له مرستي ډډه وکړي نو کیدای شي چې تر یوه کاله پورې زندان ته واستول شي. هر هغه کس چې د موټر چلولو جواز ترلاسه کوي باید د لومړنیو مرستو رسولو کورس هم ووايي.
د قانون له مخې د کورنو خاوندان یا اوسیدونکي باید د خپل کور له مخې واوره پاکه او یخ مات کړي. که یو کس د یوه کور په مخ کې ولوېږي او ژوبل شي، نو مسئولیت یې د کور د خاوند یا اوسیدونکي پر غاړه دی.
د قانون له مخې د کورونو اوسیدنکي باید د خپل کور د مخې پیاده رو له دوشنبې څخه بیا د شنبې ورځي د سهار له اوو د ماښام تر اتو بجو او د شکشنبې په ورځ د سهار له اتو بجو څخه د ماښام تر اتو بجو پور د نورو له پاره د استفادې وړ وساتي. که څوک له دې قانونه سرغړونه وکړي نو تر۵۰۰۰ یورو پورې جریمه کیدای شي.
له ۲۰۱۰م کال راهیسې په ژمي کې په موټرو کې د ژمنیو ټایرونو کارول د ټولو له پاره اجباري دي. که څوک دا کار و نه کړي نو ۶۰ یورو جریمه کیږي او په لایسنس کې یوه منفي نومره اخلي. که څو د ژمي ټایرونه و نه لري او کومه ترافیکي پیښه وکړي، نو بیمې کولای شي چې د دغه کس بیمه لغو کړي او تاوان ورته ور نه کړي.
په ابتدایه ښوونځیو کې د ماشومانو له پاره د لامبو زده کړه اجباري ده. بیلابیلو محکمو د هغو مسلمانو کورنیو عریضې رد کړي دي چې نه غواړي د مذهبي لاملونو له مخې یې لوڼې لامبو زده کړي.
ماشومان د ښوونځي تر څلورم ټولګي پورې یوازې په پیاده روونو کې د بایسکل چلولو اجازه لري. په څلورم ټولګي کې پولیس ټولو زده کوونکو د بایسکل چلول او قوانین یې زده کوي. تر دې وروسته ماشومان کولای شي چې تر یوې آزموینې وروسته او له ساتونکي خولۍ سره بایسکل وچلوي.
د ۲۰۱۶م کال له جولای میاشتې راهیسې باید د آلمان د ټولو ایالتونو د کورونو د خوب او ماشومانو په خونو او دهلیزونو کې د اور لیږني خبر ورکوونکی سیتسم نصب شي. د کورونو خاوندان د دغه سیستم د نصبولو مسئولیت لري.
که تاسو غواړئ په آلمان کې د لرګیو برقي اره رانیسئ نو باید د هغه د استفادې جواز مو لا وختي ترلاسه کړی وي. د دې ارې د کارولو جواز ترلاسه کول پنځه ورځینۍ کورس لري.
د آلمان روغتیایي بیمه په نړۍ کې یو له ډیرو پخوانیو سیستمونو څخه ده چې له ۱۸۸۳م کال راهیسې یې رواج موندلی دی. ټول آلمانیان باید په یوه روغتیایي بیمې کې شامل وي. بهرنیان هم په یوه شرکت کې له داخلیدو پرته په آلمان کې نه شي اوسیدای.
ټول حرارتي او سوختي وسایل باید کنترول شي. د کورونو ټول اوسیدونکي باید په کال کې یو ځل د دود کش د پاکولو سند ترلاسه کړي.
د دود کش پاکولو شرکتونه تر آرزونو وروسته هر کور ته یوه ټاپه ورکوي. که یوه دستګاه خرابه وي، تر هغه وخته پورې چې د شرکت له خوا جوړه شوې نه وې، ورڅخه څوک د استفاده اجازه نه لري.
د قانون له مخې باید په آلمان کې د موټرسایکل چلولو پر مهال ټول کسان خولۍ پر سر کړي.
د ۲۰۱۴م کال د یوه قانون له مخې باید ټول هغه کسان چې په آلمان کې د موټرسایکل چلولو A1،A2 او AM جواز ترلاسه کوي، باید ساتونکي جامې يې اغوستي وي. تر هغه وروسته چې یو کس لایسنس ترلاسه کړي، مجبور نه دی چې دغه جامې واغوندي.
د «هافت فلیشت» بیمه یا د هغو حوادثو بیمه چې مسئولیت یې د کورنۍ د غړو پر غاړه دی، که څه هم په آلمان کې اجباري نه ده، خو ډیر کم داسې کسان شته چې دغه بیمه دې و نه لري. فکر وکړي چې پر لاره روان یاست او څوک په اوږه وهې چې په پایله کې ده هغه عینکې ماتیږي، په دې صورت کې دغه بیمه ستاستو پر ځای د هغه کس عینکي جوړوي.
د انځورونه دغه البوم د دویچه ویله د فارسي ژبې له څانګې څخه محمود صالحي چمتو کړی دی.