1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ولسمشر پر خپل دريځ ولاړ دئ

۱۳۹۰ دی ۱۵, پنجشنبه

د آلمان ولسمشر کريسيتان وولف د خپل هيواد له دوو ملي تلويزيوني شبکو سره په مرکه کي د ورباندي لگول سوو تورنو په وړاندي دريځ ونيو.

https://p.dw.com/p/13ebJ
د آلمان ولسمشر کريستيان وولف
د آلمان ولسمشر کريستيان وولفانځور: Reuters

پر وولف باندي د نورو تورونو ترڅنګ دا تور هم لګول شوی دئ چي ګويا هڅه ئې کړې ده په مطبوعاتو کي د هغه په هکله د رپوت ورکولو مخه ونيسي. وولف وويل چي هغه د رپوټ ورکولو مخه نه ده نيولې او نه ئې هم د قانون خلاف کوم عمل کړی دئ.

ويل شوي دي چي وولف د آلمان د بيلد نومي ورځپاڼي سرليکوال ته تيلفون کړی دئ او هغه ته ئې د ولسمشر په هکله د رپوټ خپرولو پر ضد ګواښ کړی دئ.

وولف په مرکه کي وويل:«د بيلد ورځپاڼي سرليکوال ته زما تيليفون کول يوه ستره غلطي وه، چي زه ډير په خواشينی يم. او زه بخښنه غواړم.»

پر وولف باندي تور لګول شوی دئ، چي هغه وخت چي دی د آلمان د نيدرزاکسن ايالت لومړي وزير وو، له يوې شتمني الماني تجارتي کورنۍ څخه ئې۵۰۰ زره يورو په ډير لږ سود پور اخيستی دئ. ويل شوي دي چي هغه د خپلي واکمنۍ په دغه دوره کي د نيدرزاکسن ايالت پارلمان ته بشپړ رشتيا نه دي ويلي.

د آلمان د ولسمشر پر ضد ددغه هيواد په مطبوعاتو کي د تورونو له عنوانولو سره هغه په دفاعي حالت کي راوستی دئ او وار په ورا فشار ورباندي زياتيږي.

په دغه مرکه کي د وولف يادوني څرگندوي چي د مطبوعاتو له خوا د هغه د شخصي ژوند په هکله څېړنو پر هغه باندي څومره سخته اغېزه کړې ده. هغه وويل چي دا به د بشري حقونو خلاف وي چي يو لومړی وزير يا ولسشمر او يا يو سياست وال ملګري او دوستان ونه لري.

«که چيري سړی د يو لومړي وزير په توګه اجازه ونه لري چي دوستان او ملګري ولري او سياستوالان اجازه ونه لري چي د خپلو دوستانو په کور کښي شپه تيره کړي، او يا که چيري سړی د خپل يو دوست په کور کي شپه تيره کړي او بيا د لګښت سند ځني وغوښتل شي، زه په ډاګه وايم چي دغه ډول چلند د دې جمهوريت بڼه بدلوي.»

وولف دغه راز پخپله مرکه کي په دې هکله هم بخښنه وغوښتله چي د نيدرزاکسن ايالت پارلمان ته ئې پوره وضاحت نه وو وړاندي کړی.

خو له دې بخښنو سره سره د المان په پلازمېنه، برلين کي، چي د مرکزي حکومت مقر دئ، وار په وار شک او ترديدونه زياتيږي چي آيا رشتيا هم دغه ځوان ولسمشر د آلمان د فدرالي جمهوريت د دغه لوړ مقام له پاره مناسب سړی دئ که نه.

کريسيتان وولف په خپله دغه مرکه کي په ښکاره توګه وويل چي دئ له خپلي دندي څخه استعفا نه کوي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زیارمل