1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ولسمشر د کريسميس د اختر وينا

۱۳۹۰ دی ۵, دوشنبه

د آلمان ولسمشر، کريسيتان وولف د مسيحي ميلاد د اختر يا کريسميس په مناسبت په خپله وينا کي پخپل هيواد کي د نژاد پالني پرضد د يوې کلکي مقابلي ږغ وکړ. په عين وخت کي هغه په نړۍ کي د خپل هيواد د پراخو بشري مرستو ستاينه وکړه.

https://p.dw.com/p/13ZUv
د جرمني ولسمشر کريستيان وولف
د جرمني ولسمشر کريستيان وولفانځور: picture-alliance/dpa

په برلين کي د ولسمشري په ماڼي «بيليويو» کي له ټول آلمان څخه د خلکو په استاريتوب يو شمېر هغه خلک راټول شوي ول، چي په دې يوه کال کي ئې د ټولني له پاره يو ښه خدمت تر سره کړی وو.

وولف په خپله وينا کي وويل چي په هيواد کي لا تر اوسه ډير خلک شته چي د خپل او خپلو ماشومانو د راتلونکي په هکله انديښنه لري. هغه وويل د خلکو غټه انديښنه د روان مالي کړکېچ په هکله ده.

د آلمان ولسمشر په څپله وينا کي وويل چي په دې هيواد کي د پرديانو په وړاندي د کرکي له پاره هيڅ ځاي نه شته.

هغه په آلمان کي په تيرو څو کلونو د نويو نازيانو له خوا د يو شمېر بهرنيانو قصدي وژني لړۍ ته اشاره وکړه او هغه ئې په کلکو الفاظو سره وغندله:

« په آلمان کي ټول بايد په امن کي د ژوند خاوندان وي. د نژاد پالونکو جنايتکارو له خوا د هغو انسانانو وژل چي بهرني ريښه لري او اوس هغه بربڼد شوي دي، موږ ټولو ته ئې سخت ټکان راکړی. موږ هيڅ فکر نه کاوه چي زموږ په هيواد کي داسي يو کار وشي.»

وولف د خپلي وينا په دوام کي وويل چي د دغو جنايتونو د قربانيانو له خپلوانو سره هغه وليدل او د هغوئ خبري پر ده باندي اغېزه وکړه.

د کريسمس په مناسبت ولسشمر وولف په خپله وينا کي چي مخکي له مخي ثبت شوې وه څرګنده کړه چي دا په هرانسان پوري اړه لري، چي د هغه په شا او خوا څه «ډول يو فضا» حاکمه وي. هغه پر خپلو هيوادوالو غږ وکړ، چي «د بهرنيانو او بهرنيتوب» په وړاندي خپله غيز پرانيستې وساتي.

وولف وويل چي آلمانان په نړي کي له ښه نوم او شهرت څخه برخه من دي او دا ښه نوم د هغو مرستو برکت دي چي دوئ يې په سترو ناورينونو کي له خلکو او مرستندويو سازمانونو له لاري سرته رسوي.

د آلمان ولسمشر د کريسميس په وينا کي هغو تورونو ته اشاره ونه کړه چي په تيرو څو ورځو کي ددغه هيواد په رسنيو کي د ده پر ضد عنوان شوي دي. پر وولف باندي تور لګيدلی چي له شتمنو خلکو سره په راشه درشه کي ئې د خپل ځان له پاره ناوړه استفاده کړې.

خو له دغي وينا څخه مخکي د آلمان ولسمشر په يوه وينا کي د شخصي کور د تمويل له پاره د يوې شتمي کورنۍ څخه په لږ سود سره د پور اخيستو له امله له خپلو خلکو څخه بخښنه وغوښتله.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زیارمل