1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ولسمشر استعفاء نه کوي

۱۳۹۰ دی ۲, جمعه

د آلمان ولسمشر، کریستیان وولف، د یو شخصي پور اخیستنې د یوې شخړیزې موضوع له امله له خپل ولس څخه بښنه وغوښتله، خو ویویل چې هغه به له خپلې دندې ګوښه نه شي.

https://p.dw.com/p/13YRj
د المان ولسمشر، کریستیان وولف
د المان ولسمشر، کریستیان وولفانځور: dapd

وروسته له یوې اونۍ نیوکو چې په کریسیتان وولف باندې د آلمان له یو شتمنې کورنې څخه د خپل کور د تمویل په مقصد د پور اخیستنې په خاطر عنوان شوې وې، پرون « پنجشنبه د ۲۰۱۱م کال د دسمبر ۲۲» هغه د آلمان خلکو ته خپل دریځ روښانه کړ او په دې اړه یې د راپیدا شوو د شک او بدګمانیو له امله بښنه وغوښتله.

په وولف باندې تور لګیدلې دی، کله چې د آلمان د نیدرزاکسن په ایالت کې لومړی وزیر وو د آلمان له یوې شتمنې کورنۍ څخه یې ۵۰۰ زره ایرو په لږ سود سره د پوره په توګه اخیستې وې.

په تیرو ورځو کې دا د آلمان د رسنیو ډیره توده موضوع وه او مختلفو سیاسي ګوندونو بیا په خاصه توګه هغه چې د صدراعظمې، انګلا میرکل، د حکومت مخالف اړخ جوړوي په ولسمشر باندې تور لګاوه چی ګواکې هغه له خپل حکومتي مقام څخه ناوړه استفاده کړې او په هغه وخت کې یې د نیدرزاکسن ایالتي پارلمان ته «رښتیا» نه دي ویلي.

وولف تیره ورځ وویل چې هغه په رسنیو کې د دې موضوع د عنوانیدو په نسبت تفاهم لری. هغه وویل:

«ما ته معلومه شوه چې زما د کورنۍ د یو کور د تمویل لپاره د یو شخصي پور اخیستنې موضوع په عامو خلکو کې څومره شک او بدګمانې پیدا کړې دي. ما باید د هغو مخه نیولی وای. ما باید د نیدرزاکسن ایالتي پارلمان ته په دې هکله پوره معلومات ورکړی وای. دا کار نه دی شوی، نو په دی وجه زه بښنه غواړم.»


خو وولف په خپلې وینا کې په ډاګه کړه چې هغه به د آلمان د ولسمشرې له مقام څخه استعفاء ونه کړي. هغه وویل چې وروسته له دې به هم هغه د خپلو «خلکو په خدمت کې پاتې شي.

د آلمان د ولسمشر د دغې وینا څخه لږ مخکې رپوت ورکړل شو، چې ولسمشر به خپل مطبوعاتي ویاند، اولاف ګیزیکر، له خپلې دندې ګوښه کړي. وروسته د دغه خبر پخلې هم وشو. ګیزیکر د ولسمشر وولف ډیر پخوانی اعتمادی شخص او د هغه د سیاسي لاری مل وو. دا چې ولې وولف خپل مطبوعاتي ویاند له دندې ګوښه کړ، تر اوسه پورې یې دلیل نه دی روښانه شوی.

د آلمان صدراعظمې، انګلا میرکل، د ولسمشر د وینا په هکله له نورې زیاتې څرګندونې څخه ډه ډه وکړه. د هغې ویاند، شتیفن زایبرت وویل:

«د ولسشمر مشر څرګندونې صحیح دي او نور څه پرې نه زیاتیږی.» له هغی ورځې څخه چې ولسمشر د شخصي پور اخیستنې د موضوع له امله تر نیوکو لاندی پریوتی، میرکل دوه ځلې هغه باندې د باور او اعتماد درلودلو ډاډ ورکړ او له هغه څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

خو د میرکل د حکومت مخالف ګوند، سوسیال دیموکرات، د ولسمشر د بښنی غوښتنی سره سره په یادې شوې موضوع کې د زیات وضاحت غوښتنه کوي. د نوموړي ګوند د پارلماني چارو د رییس مرستیال، هوبرتوس هایل، وویل

:« دا ښه ده چې وولف خپله چوپتیا ماته کړه او دا هم ښه وشول چې هغه د خپل پخواني ماموریت په اشتباه باندې اعتراف وکړ او بښنه یې وغوښتله. خو په عین وخت کې دغه ډول څرګندونه او دا چې هغه خپل مطبوعاتی ویاند له دندې ګوښه کړ، د لا زیات وضاحت غوښتنه کوي.»

بیرند ګریسلر/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض