1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ولسمشر استعفأ وکړه

۱۳۹۰ بهمن ۲۸, جمعه

د آلمان ولسمشر کریستیان وولف، د جمعې په ورځ له خپلې دندې څخه استعفأ وکړه. هغه وویل چې باور لري تر څیړنو وروسته به بې گناه ثابت شي.

https://p.dw.com/p/144fY
انځور: picture-alliance/dpa

کریستیان وولف له هغه وروسته استعفأ کولو ته اړ شو چې یوه څارنوال د هغه د قانوني مصئونیت د له منځه تلو غوښتنه وکړه.

ولف وویل چې تل ئې هڅه کړې ده چې د آلمان له پاره کار وکړي خو پر هغه لگول شوي تورونه ورته نور د دې کار اجازه نه ورکوي.

د کریستیان وولف له استعفأ وروسته د آلمان صدر اعظمې ایټالیا ته خپل سفر وځنډاوه. هغه به د آلمان په وخت په ۱۱:۳۰ بجو د وولف د استعفأ په هکله خپله بیانیه واوروي.

دوامداره فشارونه

پر وولف فشارونه هغه وخت ډیر شول چې یوه څارنوال وویل چې له محاکمه کیدو څخه د آلمان د ولسمشر مصئونیت باید له منځه ولاړ شي. وولف له ځینو سوداگرو سره د اړیکو درلودلو له کبله له جدي ستونزو سره مخامخ شوی دئ.

یوه څارنوال د پنج شنبې په ورځ د هانوور په ښار کې اعلان وکړ چې هغه به د ولسمشر کریستاین وولف د محاکمه کیدو په وړاندې د مصئونیت د له منځه تلو له پاره عریضه وړاندې کړي.

د دغه څارنوال دفتر د یوې بیانيې په ترڅ کې ویلي دي چې اسناد او د رسنیو رپوټونه ښيې چې ښایي وولف په نامناسب ډول ځینې فایدې تر لاسه کړې وي او یا ئې هم ځینو کسانو ته فایدې رسولي وي.

د شخړې پیل او د وولف دریځ

که څه هم د آلمان ولسمشر کریستیان وولف، د پور اخیستنې د شخړیزې موضوع له امله له خپل ولس څخه بخښنه غوښتې وه خو هغه ویلي ووچې له خپلې دندې څخه به ګوښه نه شي.

پر وولف باندې تور دئ چې کله چې هغه د آلمان د نیدرزاکسن په ایالت کې لومړی وزیر وو نو د آلمان له یوې شتمنې کورنۍ څخه ئې ۵۰۰ زره یورو په لږ سود سره د پور په توګه اخیستې وې.

دا د آلمان د رسنیو ډیره توده موضوع وه او مختلفو سیاسي ګوندونو بیا په خاصه توګه هغه چې د صدراعظمې انګلا میرکل، د حکومت مخالف دي پر ولسمشر باندې تور ولګاوه چی ګواکې هغه له خپل حکومتي مقام څخه ناوړه استفاده کړې ده او په هغه وخت کې ئې د نیدرزاکسن ایالتي پارلمان ته «رښتیا» نه دي ویلي.

مخالف ګوندونه رای اچوني ته چمتو دي

د ولسمشر وولف مصئونیت یوازي هغه وخت له منځه تلای شي چې د آلمان په پارلمان کې استازِي د دې موضوع پر سر رایې ورکړي.

مخالف گوند د دې موضوع په اړه خپل چمتووالی اعلان کړی دئ. د مخالف گوند ځینو غړو خو آن ویلي دي چې وولف باید له خپلې دندې څخه استعفأ وکړي.

د آلمان د شنو د گوند مشرانو ویلي دي چې اوس نو د وولف له پاره د دې وخت رارسیدلی دئ چې له خپلې دندې څخه گوښه شي.

ټول پوښتنې ښیې چې د وروستیو شخړو له کبله د آلمان ولسمشر خپل محبوبیت له لاسه ورکړی دئ.

مسعود جهش (د آلمان خبري آژانس، دویچه ویله)
کتونکی: سید ریاض