1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ولسشمرد یوې دوهمې دورې لپاره ځان نه کاندیدوي

آژانسونه۱۳۹۵ خرداد ۱۷, دوشنبه

د آلمان ولسمشر یوآخیم گاوک، وویل چې نه غواړي چې په ۲۰۱۷ کال کې د خپل هیواد د ولسشمرۍ لپاره ځان کاندید کړي. له دې سره د آلمان ائتلافی حکومت له یوې ډیرې لویي ستونزې سره مخامخ کیږي.

https://p.dw.com/p/1J1Kr
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان ولسشمر یوآخیم گاوک د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د جون ۶مه) د یوې وینا په خپرولو سره وویل چې چمتو نه دی په ۲۰۱۷ کال کې د آلمان په فدرالي جرگه کې د ولسشمرۍ لپاره ځان بیا کاندید کړي.

د گاوک له دې اعلان سره آلمان د راتلونکي نوي کال د فبروري په میاشت کې نوی ولسشمر ټاکي. دغه ۷۶ کلن چې د خپل زیات عمر له کبله یې په دغه تصمیم لاس پوری کړی دی، وویل: «دا پریکړه زما لپاره البته ديره آسانه نه وه.»

ولسشمر گاوک زیاته کړه: «زه نه غواړم په یوې نوې پنځه کلنې دورې کې هغه یو قوت او انرژې سره لاس او پنجه نرمه کړم چې زه یې ضمانت نه شم کولای.»

گاوک یادونه وکړه چې دا د هغه لپاره د ستر ویاړ ځای دی چې خپل هیواد ته خدمت وکړي او د اوسنی ریاست د پاتې څو میاشتو لپاره د خوښې احساس کوي.

د یوې نوې دورې لپاره د گاوگ نه چمتوالی کیدای شي چې د آلمان په اوسني ستر ائتلافي حکومت کې ناکراریو ته لمن ووهي. د ۲۰۱۷ کال په مني کې پارلماني ټاکنو ته په کتو سره د آلمان د سیاسي گوندونو لپاره به ډير گرانه وي چې د خپل هیواد د دولت د مشرې لپاره بل مناسب کاندید ولټوي. په اوسني وخت کې ډيره سخته ده چې د ائتلافي حکومت ستر گوندونه سوسیال دیموکرات او مسیحي اتحاد (مسیحی دیموکرات او مسیحی سوسیال) د ولسشمرۍ لپاره یو گډ کاندید باندی سره خوښه وکړي. که څه هم د آلمان د دوه سیاسي شخصیتونو، د فدرالي شورا یا بوندستگ رئیس نوربرت لامرت، چې د مسیحی دیموکرات او د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر چې د سوسیال دیموکرات غړی دی، نومونه د ولسشمرۍ د راتلونکو کاندیدیدانو په توگه جدي ښکاري.

د «شپیگل» خبري مجلې د معلوماتو له مخې مسيحي اتحاد (مسیحی دیموکرات او مسیحی سوسیال) د گاوک له څرگندونو مخکې پلان کړی دی چې د ولسمشرۍ لپاره خپل ځانگړي کاندید معرفي کړي، که چیری گاوک رښتیا هم د یوې دوهمې دورې لپاره چمتو نه وي.

په فدرالي جرگه کې چې د ولسشمر د ټاکنې لپاره مسوولیت لري، د سیاسي قوتونو انډول ته په کتو سره د سوسیال دیموکرات او د کیڼ اړخو له لوري غوښتنه کیږي چې سوسیال دیموکرات، گروینن یا زرغون گوند او کیڼ اړخی گوند دی په گډه یو نوي ولسشمر کاندید کړي.

د ولسشمر د ټاکني لپاره فدرالي جرگه د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۲ غونډه کوي. د اوسني تناسب له مخې نوموړي دري گوندونه په ټولیزه توگه د مسیحی اتحاد په مقابل کی پیاوړي دي او کولای شي چې خپل کاندید د ولسشمرۍ مقام ته ورسوي. د ولسشمرۍ د کاندید لټول په اوسني وخت کې ډير کړکیچن دی ځکه د مسیحی اتحاد او سوسیال دیموکرات مشرۍ د پارلماني ټاکنو څخه مخکې نه غواړي داسی یو زیگنال ورکړي چې بیا د یو ستر ائتلاف د جوړیدو په لټه کې دي.

ویل کیږي چې د سترو ولسي گوندونو ائتلاف یواځې بیړنی حل دی او باید د یوې سیاسی تگ لارې د سمون په توگه ونه گڼل شي.

مسیحی اتحاد، سوسیال دیموکرات او گروینن د یوې دوهمې دورې لپاره د یوآخیم گاوک چې په پخواني دیموکراتیک آلمان کې مسیحی پاستور وو او د بشری حقونو لپاره یې مبارزه کړی ده، پلویتوب اعلان کړی وو.

گاوک چې د «شتازي» نومي ادارې چې د پخواني دیموکراتیک آلمان د استخباراتو پر دوسیو د غور لپاره جوړه شوې وه رئیس هم وو، د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې د کریستیان وولف له استعفأ څخه وروسته د ولسشمر په توگه وټاکل شو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب