د آلمان هنري او کلتوري ارقامو ته یوه کتنه
آیا آلمان د اوپرا مینه والو ته جنت او د هنر په برخه کې یو مخکښ هیواد دی؟ آیا دلته د کتاب خبره منل کیږي او موزیمونه د فوټبال تر لوبې ډير په زړه پوري دي؟ د ارقامو له مخې د آلمان هنر او کلتور ته یوه کتنه.
سینما
هر آلمانی په کال کې په اوسط ډول یو نیم وار سنیما ته ځي. په پنځوسمه میلادي لسیزه کې کله چې د سنیما بازار رونق موندلی وو په کال کې ۸۰۰ میلیونه د سنیما ټکټونه پلورل کیدل. خو اوس سينما ته د تلونکو آلمانانو شمیر څه د پاسه ۱۲۲ میلیونو ته رسیږي.
په برلين کې د هنرمندانو بيروبار
برلين نه یوازې دا چې د آلمان پلازمېنه ده، بلکې ډیرو هنرمندانو ته یې خپله غیږه پرانیستې ده. د برلين د هرو ۱۰۰۰ تنو اوسیدونکو له ډلې څخه ۱۱تنه یې د هنر په برخه کې فعالیت کوي. په دې توګه نو د حیرانتیا خبره نه ده چې برلين په کال کې د ۳۸۰ هنري نندارتونو په جوړولو سره په دې برخه کې لومړی مقام لري. تر ټولو ډير هنري شرکتونه یعني په مجموع کې تر ۱۳ سلنه ډیر یې په پلازمېنه برلين کې فعاله دي.
کلاسیکه موسیقي
په آلمان کې په مجموع کې ۱۳۱ رسمي آرکسترونه موجود دي چې شاوخوا ۱۰ زره غږونکي لري. آلمان د کلاسیکي موسیقۍ هنرمندانو له پاره یو جذاب هیواد دی چې ډیر لوی او کوچنیو ارکسترونو ته یې د هنري فعالیتونو فرصتونه برابر کړي دي. د مجلسي ارکسترونو څخه نیولی چې ۱۲ تنه غږونکي لري تر سمفونیک آرکسترونو پورې چې ۱۸۵تنه غږونکي لري. د آلمان تر ټولو پخوانې ارکستر چې په ۱۵۰۳ م کال کې جوړ شوی په کسل ښار کې فعالیت لري.
د تیاتر ارزښت
د آلمان حکومت د دغه هیواد په مختلفو برخو کې د ۱۴۲ تیاترونو لګښت ورکوي. په دې کې تر ټولو کوچنی تیاتر د نائومبورګ په ښار کې دی چې ۸۰ چوکۍ او ۱۱ کارکونکي لري. تر ټولو لوی تیاتر په هامبورګ ښار کې دی چې تر ۱۲۰۰ د ډیرو کسانو ځای لري. په دغو ۱۴۲ تیاترونو کې په مجموع کې ۱۳۵۰ تنه کار کوي چې په کال کې ۹۰۰ نندارې اجرا کوي. په آلمان کې د تیاتر د نندارچیانو کلنی شمیر ۴۵۰ زرو تنو ته رسیږي.
د اپرا عنعنه یا دود
برلين په کال کې د ۵۲۷ نندارو په درلودلو سره په آلمان کې لومړی مقام لري. په نړۍ کې نور اوپرایې ښارونه لکه په مسکو کې په کال کې ۵۸۲ او په وين کې ۵۳۵ نندارې اجرا کیږي. د ظرفیت له پلوه د بایرویت ښار په دوو سالونونو کې ۲۵۰۰کسانو ته په ځای لرلو سره په دې برخه ریکارد لري.
هنر او ګالري
آلمان د هنري آثارو د پیر او پلور ۹۸۰۴ ګالریانې لري. یوازې امریکا تر آلمان ډیرې ګالرۍ لري. په نړۍ کي د هنري آثارو د پير او پلور د معاملو ۲ سلنه یې د آلمان په ګالريو کې کیږي. امریکا، چين او بریتانیا په دې برخه کې مخکښ هیوادونه دي.
کتاب، کتاب او بیا هم کتاب
هر کال ۹۰۰۰۰ جلده نوي کتابونه د آلمان د کتاب بازار ته وړاندي کیږي. که دغه کتابونه په آلماریو کې څنک پر څنګ کیښودل شي نو اږدوالی به یې دوه نیم کیلومترو ته ورسیږي.
ټولو ته موسیقي
په آلمان کې د پاپ او راګ د موسیقۍ تر ټولو لوی عمومي فیستیوال «بوخوم توتال» نومیږي چې هرکال په دوبي کې ۸۰۰ زره تنه ترې لیدنه کوي. «راک آم رینګ» تر ټولو لوې تجارتي فیستیوال دی چې په کلني حساب ۸۷ زره تندارچیان لري چې د راګ موسیقۍ لوې ستوري پکې د ستیج پر مخ را څرګندیږي.
د موسیقۍ مينه
په آلمان کې ۳ میلیونه کسان په غیر مسلکي او تفریحي توګه د موسیقۍ په برخه کې فعالیت لري. هغه کسان چې موسیقي یې شغل او مسلک دی او له دې لارې خپل ژوند تامينوي شمیر یې تر ۶۴ زرو ډېر دی.
حیرانونکي معماري
هرکال ۶ میلیونه نندارچیان د کولن ښار د (Dom) لیدو ته ورځي. د «کولنه دم» کلیسا د یونسکو د نړیوالو میراثونو په لیست کې ثبت دی. همدارنګه د آخن ښار کلیسا لومړۍ آلماني بنا وه چې په۱۹۷۸م کال کې د یونیسکو د نړیوالو میراثونو په نوم لړ کې ثبت شوې وه.