1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د آلمان نوی امنيتي سياست لا زيات مصارف غواړي»

احمدولي اڅکزی / اليکزاندر دريکسل۱۳۹۳ آبان ۲۵, یکشنبه

آلمان غواړي چي د امنيت په نړۍ وال سياست کي لا زياته فعاله برخه واخلي. د ياد هيواد د امنيتي چارو د سياست دغه نوې تګلاره تر اوسه لا د مصارفو د زياتېدو سبب سوې نه ده. خو وروسته ښايي مصارف ډېر جګ سي.

https://p.dw.com/p/1DoHl
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د ولسمشر يوآخيم ګاوک، د بهرنيو چارو د وزير فرانک والټر شټاين ماير او د دفاعي چارو د وزيري اورزولا فان ډېر لاين د روان مېلادي کال د پېل څرګندونې د رسنيو د خبرونو سرټکي وګرځېدل. يادو آلماني سياستوالو وويل چي په نړۍ کي د بحرانونو په حل کولو کي آلمان بايد لا لويه ونډه واخلي. د هغوی د دغو څرګندونو سره سم دا څرګنده سوې وه چي د آلمان د بهرنيو چارو د سياست دغه نوې بڼه به د آلمان په بوديجه کي د نوو مصارفو لامل سي.


په نړۍ واله توګه د لا زيات مسؤليت په غاړه اخيستلو معنی به دا هم وي چي آلمان په نورو بهرنيو ماموريتونو کي ونډه واخلي چي د دغه کار سره هم مصارف تړلي دي. د ګاوک، شټاين ماير او فان ډېر لاين د څرګندونو څخه څو مياشتي وروسته دا هم روښانه سوې چي د اوکرايين د بحران تر څنګ به د «اسلامي دولت» نومي وسله والې ډلې پر ضد مبارزه هم لا زياتو لگښتونو ته اړتيا ولري. د دې تر څنګ د آلمان د دفاعي چارو د وزيرې دا پروگرام چې غواړي د کار په بازار کې پوځ لا جذاب کړي، هم مصرف ته اړتیا لري.

ياد ټول پلانونه په دې مانا دي چي د دفاعي چارو سياست به په راتلونکي وخت کي د آلمان پر بوديجه نوي مصارف وراضافه کړي. د آلمان په فډرالي شورا بُنډسټاګ کي د سوسيال ډيموکراټ ګوند د بوديجې کارپوه کارين اېور مايرز هم په همدې نظر ده: «موږ تر اوسه لا د ۲۰۱۵م مېلادي کال د بوديجې په تړاو خبري کوو او نه د ۲۰۱۶م او ۲۰۱۷م کال په باره کي. د زيات احتمال له مخي به په راتلونکي وخت کي بوديجه لوړه سي.»

«بوديجه به لوړه سي»

دا چي د آلمان د دفاعي چارو د وزارت لخوا فرمايش سوي يو شمېر تجهيزات به په ۲۰۱۵م مېلادي کال پر خپل وخت ونه رسيږي، نو دغه وزارت به مجبوره نه وي چي مصارف يې په همدغه کال ورکړي. له همدې وجې به دغه وزارت په دغه کال زياتي بوديجې ته اړتيا ونه لري. همدا وجه ده چي د ۲۰۱۵م مېلادي کال لپاره د آلمان په پلان سوې بوديجه کي د دفاعي چارو وزارت ته ۳۲،۳ مليارډه ډالره په پام کي نيول سوي دي چي د تېر کال په پرتله زياتوالی پکښي نه دی راغلی. خو اټکل کيږي چي په ۲۰۱۶م او ۲۰۱۷م مېلادي کال به دغه بوديجه نور کفايت ونه کړي.


دا په داسي حال کي چي د آلمان د استخباراتي ادارو د بوديجي زياته برخه هم د دفاعي چارو د وزارت لخوا تمويليږي چي پکښي لږ تر لږه د ۸۰۰ زرو کسانو تنخواوي شامله دي. اټکل کيږي چي د آلمان د استخباراتي ادارو مصارف به هم په راتلونکو کالو کي زيات سي.


دا چي ولي د آلمان د استخباراتي ادارې ‌بي اېن ډي پخوانی رئيس هنس ګیورګ ويک يې په هکله وايي: « هغه وختونه نور پای ته رسېدلي دي چي موږ د سړې جګړې په پای ته رسېدو سره، په آرامه د ژوند کولو يوه وقفه درلودله. نن نه يوازي د کريميا او د اوکرايين د ختيځ لخوا نوي خطرونه او ګواښونه رامنځ ته سوي دي، بلکه په زياته بيا د منځني ختيځ او نژدې ختيځ لخوا هم. اسلامي دولت نومې دلې ټوله سیمه له گواښ سره مخامخه کړی ده. دغه تحولات د دی سبب گرځي د د بهرنی استخباراتی اداری بودجه هم لوړه گړای سي.»