1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان مسلمانانو د برلين بريد سخت غندلی دی

۱۳۹۵ آذر ۳۰, سه‌شنبه

د آلمان مسلمانانو په پلازمېنه برلين کي د مسيحيانو په مذهبي ورځو کي خونړی بريد سخت غندلی دی. په دې ترڅ کي د مسلمانانو اتحاديو د سه شنبې په ورځ وير غونډي رابللي دي.

https://p.dw.com/p/2UcQQ
Deutschland - Aiman Mazyek, Vorsitzender Zentralrat Muslime
انځور: picture-alliance/NurPhoto/E. Contini

د آلمان د کورنيو چارو د وزير توماس ديميزير د وينا له مخي د برلين په پېښه کي ۱۲ انسانان وژل سوي او ۴۸ ژوبل سوي دي. د دغه وزير په وينا د وژل سوو څخه د ۱۸ روغتيايي وضعه د اندېښنې وړ ده.

په آلمان کي د نورو سياسي او ټولنيزو ډلو تر څنګ د مسلمانانو اتحاديو هم په سختو ټکو سره د برلين بريد غندلی دی. په دې ترڅ کي په آلمان کي د مسلمانانو د اتحاديو د سازمان «د مسلمانانو مرکزي شورا» وياند ايمان مازيک پر ياد پېښه سخته خواښيني ښودلې ده.

ايمان مازيک ويلي چي د مسلمانانو سازمانونه به په بشپړه توګه د دې له پاره خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړي چي د ټولنيزو او ديني ډلو تر منځ «د ناوړه څيزونو، بيرې، کرکې او شک و شبهو د زڼو پاشلو هڅي هيڅکله بريالۍ نه سي.»

مازيک د برلين د پيښي په هکله د «فرانکفورټر الګېماين څايټونګ» وېبپاڼي ته يادي څرګندونې د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د دسمبر ۱۲مه) وکړې. په آلمان کي د مسلمانانو د مرکزي شورا دغه وياند زياته کړې: «د دغه بريد عاملين بايد زموږ د قانون هغه تر ټولو سخت اړخ وويني.»

ايمان مازيک په آلمان کي د ژوند کوونکو مسلمانانو په استازيتوب ويلي: «موږ په دغه سخت وخت کي د خپل هيواد ملاتړي يو. موږ د برلين له پاره دعا کوو.»

د آلمان په کولون ښار کي د مسلمانانو د انسجام د شورا په نوم سازمان هم د نورو مسلمانو سازمانونو په څير د برلين بريد غندلی دی. د ياد سازمان وياند اېريول پيورلو د آلمان خبري آژانس ته ويلي چي د سه شنبې په ورځ به په یو شمېر ځايونو کي مسلمانان د برلين د پيښي په تړاو وير غونډي جوړي کړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.12.2016):