د آلمان لوی ايتلاف د افغانستان په اړه بحث کوي
۱۳۸۶ تیر ۴, دوشنبهاعلان
ښاغلی انن د «فرانکفورتر روندشاو» ورځپاڼې ته وويل چې د جگړې پر ځای دې ملکي بيا رغاونه پياوړې شي. هغه وويل »که د بهرنيو ځواکونو شتون د ستونزو حلولو پر ځای ستونزي راولاړوي نو کوم څه سم نه دي.« د مسيحي دموکرات گوند د بهرنيو پاليسيو سياستوال ايکرت فون کلايدن دا څرگندونې ونه منلې او ويې ويل چې »د ايساف او تلپاتې آزادۍ د عملياتو بېلول هسې مصنوعي دي.« د ايساف ځواک هم د ده په نظر دغه دنده لري چې »د بغاوت کونکو په وړاندې جگړه وکړي تر څو امنيت ټينگ شي.« د شنو د گوند مشرې کلاوديا روت د آلمان له دفاع وزير څخه غوښتنه وکړه چې واشنگټن ته د ننني سفر په ترڅ کې دې دی له امريکايانو وغواړي چې د »تلپاتې آزادۍ« عمليات بس کړي. مېرمن روت زياته کړه چې د تروريزم ضد جگړه د سولې دپاره کومه گټه نه لري ځکه چې په افغانستان کې دننه ورو ورو د ملکي وگړو په وړاندې جگړه گڼل کېږي.