1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان له صدراعظمي سره د فلسطيني مشرليدنه کتنه

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۶, جمعه

د حماس له ډلی سره د الفتح د پخلايني څخه وروسته آلمان د منځنی ختيځ د سولي د خبرو اترو د پايلو په هکله انديښنه لري. فلسطيني ولسمشرمحمود عباس په برلين کي له صدراعظمي مرکل سره په يوه ليدنه کتنه دا انديښني بي ځايه وګڼلي

https://p.dw.com/p/11AT3
د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل او د فلسطین د خپلواکمنی ادرای مشر محمود عباس په برلین کی
د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل او د فلسطین د خپلواکمنی ادرای مشر محمود عباس په برلین کیانځور: AP

د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ د سولي د خبرو اترو د بهير بيرته پيل کيدل د آلمان لپاره خورا اهميت لري. خو که چيري د سپتمبر په مياشت کي د ملګرو ملتو په عمومي اسامبله کي فلسطينيان د سولي د خبرو اترو له برياليتوب څخه پرته په يو اړخيزه توګه د يو خپلواک فلسطيني دولت اعلان وکړي، د آلمان له خوا د داسي يو دولت د رسميت پيژندلو په هکله صدراعظمه انګلا مرکل سمدلاسه حتي اټکل يي هم نه کوي. هغی وویل: «مونږ د منځني ختيځ د کړکيچ لپاره هغه يو حل غواړو چي د دو دولتونو په نامه ياديږي، دغه حل باندی بايد کار وشي، مونږ فکر نه کوو چي يو اړخيز اقدام به کومه ګټه وکړي.»

د فلسطين د دو ډلو الفتح او حماس ترمنځ د روغي جوړي په هکله مرکل وويل چي د هغي هيواد پر دري معيارونو ټينګار کوي: د اسراييلو امنيت او د يو دولت په توګه د هغه د شتون حق، له زور زياتيو څخه لاس اخيستل او له اسراييلو سره د تراوسه پوري شوو تړونونو باندي اعتراف.

ميرمن مرکل پرون په برلين کي د فلسطين د خپلواکمني اداري له مشر، محمود عباس سره وليدل او هغه نن پاريس کي د فرانسي له ولسمشر نيکولا سارکوزي سره ګوري. په يو اړخيزه توګه د يو فلسطيني دولت د احتمالي په رسميت پيژندي په هکله د فرانسي او د آلمان ترمنځ اختلاف نظر ته صدراعظمي مرکل ډير زيات اهميت ورنه کړ. هغي وويل چي په اوسني وخت تر ټولو مهمه خبره دا ده چي د سولي خبري اتري پيل شي.

میرکل وویل «هغه څه چي د فرانسي ولسشمر پرون څرګنده کړه، هغه څه دي چي زه يي هم وايم. مونږ غواړو چي ژر تر ژر د سولي خبري اتري په لاره ولويږي، تر څو ژر يو پرمختګ لاس ته راړو. دغه غوښتنه مونږ سره يو موټي کوي، که آلمان دي او که فرانسه او دغه غوښټنه مونږ د ولسمشر عباس په خبرو کي هم څرګنديږي، نو په دي وجه دا هغه يو ټکي دي چي مونږ بايد پري ځير شو.»

خو سارکوزي په يوي مرکي کي وويل: که چيري د سپتمبر په مياشت کي د سولي خبري اتري بياهم ناکامي شي، د يو فلسطيني دولت د رسميت پيژندلو په اړه اساسي پوښتني کي به «فرانسه خپل مسووليت» پر ځاي کړي.

ولسمشر عباس هڅه وکړه چي د آلمان هغو انديښنو ته ځواب ورکړي چي ګواکي د حماس له رديکالي ډلي سره د هغه د الفتح د سازمان پخلاينه د سولي خبرو اترو ته منفي عواقب ښايي ولري.

عباس وویل «دي ولسشمر دي او د خبرو اترو مشري هم د هغه په غاړه ده.» هغه زیاته کړه چي له اسراييلو سره کومي موافقي چي شوي دي هغو ته به کوم تاوان ونه رسيږي. نوموړی یادونه وکړه چی سر بيره پر دي د حماس رډيکاله ډله هم د فلسطين د ولس يوه برخه ده. عباس وويل: په اسراييلو کي هم ځيني ډلي شته چي سوله نه غواړي.

خو د فلسطينن د خپلواکمني اداري مشر په څرګندو الفاظو سره وويل که چيري د سپتمبر تر مياشتي پوري د سولي خبري اتري نتيجه ورنه کړي، نوهر مر د ملګرو ملتو عمومي اسامبلي ته به مخ واړول شي.

هغه وویل « مونږ ملګرو ملتو ته نه ځو چي د يو فلسطيني دولت اعلان وکړو بلکه مونږ غواړو چي د نړيوالي ټولني د نظر پوښتنه وکړو. مونږ به له هغی څخه دا پوښتنه وکړو چي د وضعيت پههکله څه فکر کوي، آيا نړيواله ټولنه کولاي شي چی ومنی يو ولس تل تر تله بي له دولت څخه پاتي شي. فلسطين له 76 کلونو را په دي خوا اشغال دي. مونږ د نړي يواځینی ولس يو چي تر اوسه پوري تراشغال پاتي يو.»

تر اوسه پوري د نړي 110 دولتونه په ديپلوماتيکه توګه فلسطين په رسميت پيژني. د هغو په جمله کي د اروپا د اتحاديي غړي هيوادونه لکه پولند، رومانيا او هنګري هم شامل دي.

د څارونکو په نظر فلسطينیان ډير چانس لري چي د خپل دولت د رسيمت پيژندی لپاره د ملګرو ملتو د عمومي اسامبله اکثريت تر لاسه کړي.

برند ګريسلر/ عبدالباري حکيم

کتونکي: بريښنا صابر